روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه: په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې هڅې وشی

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغان سولې د مذاکراتو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید ښکېل لوری هڅې ډېرې کړی.دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې دیبورا لاینز له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره لیدنه کې کړې دی.په کابل کې د یوناما دفتر په خبرپاڼه کې وېیلی، مېرمن لایینز وړمه له ولسمشر غنی سره لیدلی او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دی.سرچینه وایی، مېرمن لایینز له افغان حکومته غوښتی، چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړی او ژر تر ژره دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅې وشی.ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی، چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوی او هڅه کوی دلته د بشری حقونو د خوندیتوب، بشری مرستو، پرمختیایی چارو او نورو اړوندو بشری مسایلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړی.ملګری ملتونه دا غوښتنه پر داسې مهال کوی، چې له یوې خوا په قطر کې د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې دی او له بلې خوا په هېواد کې جګړو تر بل هر وخت شدت موندلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید