روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه: ټولې ستونزې پر افغانستان د اقتصادی بندیزونو له امله رامنځ ته شوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو دعالی کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادی او بشری وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی. ګرانډی په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ټولې ستونزې پر دغه هېواد د لګول شویو اقتصادی فشارونو له امله رامنځ ته شوې او د دې جدی اړتیا ده، چې دغه فشارونه باید ختم کړل شی.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ وایی: افغانستان پراخو بشری خو تر ټولو مهم سترو اقتصادی مرستو ته اړتیا لری ، تر څو وکړای شی رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړی.

دوی ټینګار کړی، چې که اقتصادی فشارونه دوام کوی ،نو نړیوال دې له دغه هېواد ه دکډوالو ورتلونکو څپو ته په تمه وی، چې د سترو ستونزو او ناورینونو سبب به شی.ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم دلته د روان وضعیت او اقتصادی فشارونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یوبل خبرله مخې:  اروپایی ټولنې په افغانستان کې پر روان وضعیت په ځانګړی ډول پراقتصادی او دبانکونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې د دغه هېواد لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې استازی جوزف بورل ویلی: دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دی او روان اقتصادی وضعیت اندېښمن کړی دی.نوموړی زیاته کړې، چې د افغانستان د بانکونو اوسنی وضعیت او د خلکو اندېښنې دوی وینی او تمه لری ،چې نړیواله ټولنه وکړای شی دلته خپلې مرستې ډېرې کړی.بورل د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره په ګډه خبری غونډه کې افغانستان ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې دغه هېواد ته به د مرستو په رسونه کې همغږی ډېروی.د اروپایی ټولنې استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلی: دوی د افغانستان د هرې برخې وضعیت وینی، خو په وینا یې نړیواله ټولنه خپلې غوښتنې لری او تر هغې چې عملی نه شی دوی به د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادۍ نه کړی او نه به هم د نوی حکومت د رسمیت پېژندلو بهیر پیل کړی.د امریکا ځانګړی استازی بیا دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې چین، روسیې، ازبېکستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په وار وار له امریکا او نړیوال بانک نه غوښتی، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید