د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی امنىت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د چهارشنبې په ماښام په خپل کاری دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی له ځانګړی استازی تدامىچی ىاماماتو سره ولىدل.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی تدامىچی ىاماماتو د جنوا کنفرانس په اړه، چې ټاکل شوې د نومبرمىاشتې په ۲۸ مه جوړ شی، د ملی امنىت سلاکار حمدالله محب ته مالومات ورکړل.ده ووىل: د افغان سولې بهىر او له هغه څخه ملاتړ، د جنوا کنفرانس په لومړىتوب کې دى.له بل لوری د ملی امنىت سلاکار له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهىر پر ملاتړ ټینګار وکړ.دواړو لورو د ولسی جرګې د برىالىو ټاکنو ترسره کېدو سربېره، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهىر، امنىت او د جنوا کنفرانس جوړېدو ته د چمتووالی په اړه بحث وکړ. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامىچی ىاماماتو ووىل: د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دى چې د سولې بهىر او نورو برخو کې له افغان حکومت ملاتړ وکړی.