روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه: د افغانستان ۲۵سلنه نفوس بشری مرستو ته اړتیا لری

ملګری ملتونه په ۲۰۲۰ م کال کې په افغانستان کې له بېوزلو سره د بیړنیو بشری مرستو لپاره ۷۳۳ میلیون ډالر غواړی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د چارو د همغږۍ دفتر وایی، چې په ۲۰۲۰ م کې په افغانستان کې ۴،۹ (نهه اعشاریه څلور) میلیونه وګړی بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.د دغې ادارې مشر او د یوناما مرستیال ټوبی لینزر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جګړه لا روانه ده او طبیعو پېښو د ۲۰۱۹ م کال په پرتله په ۲۰۲۰ م کال کې بشری مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده.ټوبی لینزر وویل: ((‪ د افغانستان یو په څلورمه برخه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری، ۵،۵ میلیون ماشومان مرستو ته په عاجله توګه اړتیا لری. له نړیوالې ټولنې ۷۳۳ میلیونه ډالره غواړو. دا مرستې آسانه هم نه دی، خو زه کوښښ کوم چې دا مرستې ترلاسه کړم.))نوموړی وویل : جګړه زیاته شوې، طبیعی پېښو، سیلابونو او وچکالۍ زیانونه اړولی او په افغانستان کې فقر مخ په زیاتېدو دی. ټوبی لینزر زیاته کړه: (( د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې ۳،۶ میلیونه خلکو بشری مرستو ته اړتیا درلوده، موږ ۵،۴ میلیونه خلکو ته رسیده ګی کړې ده. ۶۱۲ میلیونه ډالره مرسته نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه او اتیا په سلو کې دا مرسته رسول شوې ده‪.)) دوی وایی، چې په ۲۰۱۹ م کال کې ۹۰ په سلو کې ولسوالیو ته بشری مرستې رسول شوې وې. ټوبی لینزر وویل، چې د بشری مرستو په برخه کې ملګری ملتونه د هر یوه ډالر مرستې حساب ورکولو ته چمتو دی. ملګری ملتونه وایی: تر هغو چې په افغانستان کې سوله نه وی او جګړه روانه وی، خلک به بشری مرستو ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید