روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه د افغانستان لپاره د ۴،۵ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کوی

د ملګرو ملتونو  یو چارواکی  وایی، دغه سازمان به په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د څلور نیم میلیارد ډالرو غوښتنه وکړی.دغه څرګندونې د بشری چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال، مارتین ګریفیټس د لیندۍ په ۲۸ مه اسلام ‌آباد کې د اسلامی همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال کړې دی .نوموړی زیاته کړې، چې دوی به د راتلونکی کال لپاره افغانستان ته د بشری مرستو رسولو په خاطر د ۵،۴ میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړی ،چې په وینا یې دا به د بشری مرستو تر ټولو لوی پیل وی.نوموړی ویلی، د ملګرو ملتونو پلان دا دی، چې له څه باندې ۲۱ میلیونو افغانانو سره به چې د ژوند ژغورنې مرستې ته اړتیا لری، بشری مرسته وشی.د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو روان کال هم په غونډه کې له مرستندویو هېوادونو د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشری مرستو ژمنې ترلاسه کړې.ملګرو ملتونو ویلی: دغه بشری مرستې به په مستقیم ډول د دوی د ادارو له‌ خوا اړو کسانو ته رسول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید