روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه: د افغانستان بشری مرستو درې میلیارده ډالر دې پوره کړای شی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنری وایی، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوی دی.یادې ادارې زیاته کړې، چې  له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې دغه تشه باید تر ژمی مخکې ډکه شی.دغه سازمان د ۲۰۲۲ م کال په لومړیو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره تر ټولو ستره غوښتنه وکړه او ویلی یې و، چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولری.له دې جملې څخه ۶۰۰ میلیونه ډالر په ګاونډیو هېوادونو کې اړمنو افغانانو ته او ۴،۴ میلیارده ډالر په افغانستان کې دننه د افغانانو لپاره غوښتل شوی دی.د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ وایی، تر اوسه یې یوازې ۴،۱ یو اعشاریه څلور میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې او پاتې نوره لویه برخه خلا موجوده ده.د دې ادارې په وینا، د مرستو ډېره برخه د امریکا متحده ایالتونو، د آسیا پراختیایی بانک او د اروپایی کمېسیون له خوا ترسره شوې ده.د راپور له مخې، خوراکی توکو ته لاسرسی د افغانانو لومړی درجه اړتیا بلل شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید