د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومی اسمبلې ته ویلی، چې افغانستان د مرکزی آسیا له مهمو هېوادونو دی او د دې هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی.د میرضیایف په خبره د ملګرو ملتونو سازمان باید په افغانستان کې له دایمی پرمختګ او سولې سره همکاری وکړی او په دغه هېواد کې دې د دایمی ثبات د راتګ په لاره کې شته خنډونه له منځه یوسی.دی وایی: دوی له افغانستان سره ښې اړېکې لری او د مرکزی آسیا هېوادونو په ګڼو غونډو کې د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.شوکت میرضیایف دغه راز پر نړیوالو هم غږ کړی، چې په نږدې همکاریو او د سولې له پروسې په ملاتړ افغانان دایمی ثبات او سولې ته ورسوی.نوموړی داسې مهال د افغانستان په پرمختګ کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار کوی، چې ولسمشر غنی یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلی، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی ،خو تر ټولو لومړیتوب اوربند او سوله ده. ولسمشرغنی هم له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړی.