د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملګری ملتونه وایی: په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، چې دوی په افغانستان کې پر زرګونو کسانو د خوراکی توکو وېش پیل کړی او په دې برخه کې د ځینو هیوادونو له مرستو مننه کوی.د خوړو نړیوال پروګرام وایی: د هند مرسته شوی غنم یې هم ترلاسه کړی او له دغه هیواده مننه کوی چې په دې سختو شرایطو کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.یاد پروګرام ویلی: د مالیزیا په څېر ځینو نورو هیوادونو هم ورسره د غوړیو او وریجو مرسته کړې او دوی به یې تر اړمنوو رسوی.په ورته وخت کې یادې ادارې ویلی ،چې په افغانستان کې لا ډېر خلک مرستو ته اړتیا لری.
+++