روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګرو ملتونو د ترکیې غونډې ګډون کوونکو ته ځینې موارد سپارلی

راپورونه وایی، ملګرو ملتونو، امریکا، افغان مرکچی پلاوی، طالب پلاویو، ترکیې او قطر ته د ګډو اصولو په نوم یو ۹ماده‌ییز نوم‌لړ سپارلی چې له مخې یې د ترکیې له جوړیدونکی کنفرانسه وړاندې پر ځینو مهمو مواردو هوکړه وکړی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وایی چې د ملګرو ملتونو د دې ۹ مادییز نوملړ کاپی ورته رسېدلی ده.د معلوماتو له مخې، یاد لیک په یوه ټول ګډونه حکومت ټینګار کوی، خو د یوې مشخصې نېټې لپاره د انتقالی یا لېږدیز حکومت وړاندیز کوی چې یو نوی حکومت ته د راتلو زمینه برابره کړی.د بهرنیو چارو وزارت وایی، دا متن چې ۹ مادې لری او د ګډو اصولو په نوم نومول شوی، موخه یې د استانبول له غونډې وړاندې د مهمو ټکو په اړه د افغان مرکچی او طالب پلاویو یوې هوکړې ته رسېدل دی. د بهرنیو چارو وزارت زیاتوی چې دوی ته دا لیک د وری میاشتې په ۱۸مه نېټه را استول شوی، خو ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر د ګډو اصولو دا ۹مادې د وری میاشتې په ۱۵مه افغان مرکچی او طالب پلاویو ته سپارلی دی.په دوحه کې د افغانستان سفارت له‌خوا، د بهرنیو چارو وزارت په رالېږل شوې لیک کې د دې اصولو په اړه د افغان مرکچی او طالب پلاویو نظریات هم را اخیستل شوی دی.افغان مرکچی پلاوی د دې اصولو په اړه خپل وړاندیزونه په څلورو ټکو کې محدود کړی.پر اسلامی نظام او ملی یووالی ټینګار، د ټاکنو له لارې د واک لېږد، د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له‌خوا افغانستان ته د ترهګرو د لېږلو مخنیوی او یوه داسې سوله چې د بلې جګړې پیل نه وی، هغه وړاندیزونه دی چې افغان مرکچی پلاوی د دې اصولو په ځواب کې لیکلی.په دې اصولو کې دا هم لیکل شوی چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږی، خو د دې اصولو د عملی کېدو لپاره د مذاکراتو خبره هم اړینه ګڼل شوې.د لیک د متن له مخې، طالبانو د استانبول غونډه کې له ګډون سره هوکړه کړې، د اوربند په اړه یې د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتریخوالی کمېدو وړاندیز کړی، خو د نورو موضوعاتو په اړه یې د نظر ورکولو لپاره له ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر څخه د ۲ اضافی ورځو وخت غوښتی.ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر داسې مهال د استانبول له غونډې وړاندې له دې اصولو پر یو شمېر مهمو هغو یې د هوکړې غوښتنه کړې چې زلمی خلیلزاد هم په کابل کې له جمهور رییس غنی او د ملی مصالحې عالی شورا له رییس عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته وویل، افغان لوری باید دې غونډې ته له یوې واحدې طرحې سره ورشی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غنی لومړی مرستیال امرالله صالح په کوهدامن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال خبر ورکړی چې د ترکیې غونډه به په روانه اوونۍ کې پیل او له طالبانو او له نورو لوریو سره به په کې جدی بحثونه ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید