روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملت ته د ولسمشر غنی پیغام: ډېر ژر به له بې‌وزلو او فقیرانو سره مرستې پیل شی

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هېوادوالو، خویندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمه الله و برکاته!

ګرانو هېوادوالو! هیله لرم، هر ځای کې چې یاستئ د کورونا ویروس له شر څخه په امان اوسئ!

په پیل کې له ټولو هغو روغتیایی کارکوونکو څخه، چې کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې زموږ د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوی، د زړه له کومې مننه کوم. موږ ټول د روغتیایی کارکوونکو د دغو ارزښتناکو او حیاتی خدمتونو قدردانی کوو او د دوی د معززو کورنیو منندوی یوو ،چې دغسې وطنپال اولادونه یې روزلی او په دغه حساس وخت کې یې د هېوادوالو د خدمت او خوندیتوب مهمې انسانی او اسلامی دندې ته ګومارلی دی. هیله ده چې ټول هېوادوال د دغو صحی کارکوونکو د روغتیایی لارښوونو په عملی کولو سره، دوی ته خپل درناوی پرځای کړی.

په اوسنی وخت کې  د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی تر ټولو اغېزناکه لاره دا ده، چې هغو روغتیایی سپارښتنو ته چې د رسنیو له لارې او د روغتیایی کارکوونکو له لوری بیانېږی،  پاملرنه وکړئ او په کورونو کې پاتې شئ.

زموږ په ګډون د نړۍ اکثریت خلک سختې ورځې تېروی، خو باید ناهیلی نشو. موږ ټول هڅه کوو چې په دې ډول سختو ورځو کې، د یو بل په مرسته او همکارۍ ،ستونزې حل کړو.

خواهران و برادران!

دولت جمهوری اسلامی افغانستان، بخاطر کم ساختن فقر و تنگدستی که آفت کرونا دچار کشور ما ساخته است، اقدامات مشخصی را انجام داده و تدابیر اساسی بیشتری  را قرار است، انجام دهد.

تدابیری را که روی دست داریم، عمدتاً روی خدمت رسانی به فقیرترین های جامعه ما متمرکز است. قرار است بزودی از طریق نانوایی های شهر، مساجد در ولسوالى ها، شوراهای انکشافی دهات و دیگر نهادها، توزیع نان، مواد خوراکی و دیگر نیازمندی های ابتدایی و اساسی قشر آسیب پذیر را فراهم سازیم.

در عین حال، چند پروژه بزرگ زود ثمر دیگری که تعداد زیادی از هموطنان ما استخدام و با رعایت فاصله بین افرد، مشغول کار خواهند شد ،انشاالله آغاز می گردد.

مشخصات و جزئیات بیشتر این پروژه ها و برنامه ها را با ذکر منابع تمویل، اعم از ظرفیت های داخلی و خارجی آنرا در روزهای آینده ارایه خواهم داد.

ویروس کورونا آفت آنی و غافلگیر کننده ای است که ما هیچ نوع آمادگی از قبل برای مبارزه با آن نداشتیم.

این آفت  اکثر کشورهای دنیا را سراسیمه ساخته است. با آنهم ما از اولین روزها، این آفت را جدی گرفته و به فضل خداوند تا امروز، تعداد جان باختگان در کشور ما، در مقایسه با ممالک دیگر کم تر است.

تلاش ما این است که با تدابیر واقعی و بنیادی این حالت را حفظ کرده و از رفتن به مرحله سوم یعنی فلاکت، جلوگیری نماییم. در این راستا به همکاری فرد فرد شما نیاز داریم.

زموږ هڅه دا ده چې په واقعی او بنسټیز تدبیر دغه حالت وساتو او درېیمې مرحلې یعنې فلاکت ته د تلو مخنیوی وکړو، ستاسو د هر فرد مرستې ته اړتیا لرو. د افغانستان له سوداګرو او تمویلونکو څخه مننه کوم چې د زړه له تله یې بېوزلو سره مرسته کړې ده.

له خصوصی متشبثینو (خصوصی سکتور) څخه د قېمتونو د ساتنې، د اسانتیاوو رامنځته کولو او په مختلفو ښارونو کې د زرګونه کسانو لپاره د څارنې د زړورې او بې درېغه همکارۍ مننه کوم.

موږ یو ملت یوو او په ګډه به  انشاالله تعالی د دغه درد درملنه کوو.

تل دې وی افغانستان

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

روغ او جوړ اوسئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید