روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملت ته  د  دولت د حساب ورکولو لړۍ په دوام؛د تېر یو کال په موده کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فعالیتونه اولاسته راوړنې

د افغانستان د اسلامی امارت د اطلاعاتتو او فرهنګ  وزارت سرپرست ښاغلی ملا خیر الله ((خیرخواه))د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسه راوړنو په اړه رسنیو او خبریالانو ته داسې وویل:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د انځوریزو رسنیو ۹۵ سلنه نشرات اصلاح شوی، ۲۰۰ زره ورځپاڼې توزېع او شاوخوا ۱۰۰میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی دی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، ملا خیر الله خیرخواه په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې وویل:

په وروستیو کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوړښتونه ضعیف او د وزارت فعالیتونه په نا منظم ډول مخ ته وړل کېدل؛ خو په هېواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره، موږ د جوړښتونو د اصلاح او بیاکتنې او دچارو د ښه تنظیم برخه کې بېساری هڅې کړی دی.

ده زیاته کړه:په تېر یوه کال کې ۹۱۱ لرغونی اثار ملی موزیم ته لېږل شوی، د انځوریزو رسنیو ۹۵ سلنه نشرات اصلاح شوی، ۲۰۰ زره ورځپاڼې چاپ او وېشل شوی او څه باندې ۹۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، د یوه کال په موده کې په  ولایتونو کې ۱۴ روزنیز مرکزونه بیا فعال شوی، د ځوانانو دظرفیت لوړولو لپاره له ۴۰ تحصیلی بنسټونو سره همغږی رامنځته شوې، د ځوانانو د ظرفیت جوړونې طرحې او پلانونه ترتیب، ۶۰۰ محصلین پوهنتونونو ته معرفی او په ۳۴ ولایتونو کې د سیرت النبی (ص) سیالۍ په لاره اچول شوی دی.

د مسئولینو په خبره،د مس عینک پروژې د لرغونو اثارو داستخراج برخه کې له چینی سیال سره تړون لاسلیک شوی،په کندهار کې د۷ آبدو په ګډون۳۰۵۷ لرغونی او فرهنګی اثار ترمیم او ثبت شوی دی.دغه راز ۱۰۰ لرغونې ساحې په کابل کې تثبیت شوی او په ولایتونو کې د ۱۹ لرغونو ساحو سروې ترسره شوې ده.

دی زیاتوی: د افغانی کلتور دودول او د لاسی صنایعو پیاوړتیا، د ۱۰۶ ترانه ویونکو او نعت ویونکو او د۱۱۸ حماسی، میهنی  نعتونو ثبتول، د تیاتری نندارو ترسره کول، د خطاطۍ او میناتورۍ د ۵ مستندونو تولید او خپرول، د ۱۶۰ هنری اثارو حکاکی او دملی او مناسبتی ورځو لمانځنه، د وزارت د لاسته راوړنو یوه برخه ده. دغه راز، په ملی ارشیف کې ۲۷۹۹۰ پاڼې او ۹۰۱۱ قطعې تاریخی اسناد ډیجیټلی شوی، ۷۵۷۹ ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته سپارل شوی او ۸۵۶۲ ټوکه نور کتابونه په مرکز او ولایتونو کې وېشل شوی دی. دی زیاتوی: ۸۰ ټوکه کتابونه او ۱۵۰ عنوانه کتابونه چې د اسلام له مبارک دین سره په ټکر کې وو ارزول شوی، ۴۴ جواز پاڼې نوې او تمدید شوی، د وزارت تقنینی اسناد کتل شوی او انځوریزو رسنیو څخه د څار څانګه هم د وزارت په جوړښت کې رامنځته شوې ده.

دغه راز د یوه کال په موده کې د باختر خبری اژانس فعالیتونو کې د پام وړ ښه والی راغلی او نشراتی فعالیتونه یې په پښتو، دری،انګلیسی، ازبکی، عربی او روسی ژبو تنظیم شوی دی. دغه راز د یاد آژانس ټولنیزې شبکې فعالې دی او اوسمهال یې د انځوریزو خپرونو تولید هم پیل کړی دی.

ده وویل: د اسلامی امارت په واکمنېدو سره ، شریعت، هېواد، انیس او کابل ټایمز ورځپاڼو، وطنداران مجلې او افغان اعلاناتو خپل فعالیتونه بېرته پیل کړی او د یوه کال په موده کې یې څه باندې ۲۰۰ زره ورځپاڼې چاپ او وېشلی دی.

همدارنګه په وروستی یوه کال کې د ازادۍ مطبعې فعالیت ښه شوی او دغې ادارې د خدمتونو وړاندې کولو له لارې څه باندې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی دی.

همداراز، د ا.ا.ا په واکمنېدو سره د افغانستان د ملی راډیو تلویزیون فعالیتونه جاری ساتل شوی او د کابل راډیو نوم په شریعت غږ راډیو بدل شوی او ټولې خپرونې یې د اسلامی احکامو او قوانینو په رڼا کې تنظیم شوی دی.

 

 

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د د ګرځندوی، مالی او اداری چارو معین د دغه معینیت د چارو په برخه کې داسې وویل:د توریزم په  برخه کې د (۶) تقنینی سندونو د مستودې چمتو کول، د توریزم د قانون مسوده په (۳) فصلونو(څپرکو) او (۲۱) مادوکې چمتوشوې. د توریزم او هوټلونو د اساسنامې مسوده په (۶) فصلونو او(۴۰) مادو کې چمتو شوې او همدارنګه د سیاحتی شرکتونو د تاسیس اود فعالیتونو د څارنې اوپلی کولو شرطنامه چمتو کول، د ګرځندوی په برخه کې  د(۶) تقنینی  سندونو چمتوکول او د کورنیو او بهرنیوسیلانیانو د احصائیې را ټولول او یو ځای کول چې(۸۱۶۲۵۶) تنه سیلانیان په کې ثبت شوی دی. سربېره پردې د هېواد په کچه د سیاحتی جوړښتونواحصائیوی کره شمېرې او ارقام راټولول، د هېواد په (۲۴) ولایتونو کې د ګرځندوی د احصائیې، توریستی جاذبو او جوړښتونو د تثبیت لپاره د معیاری پلانونو او طرحو چمتو کول او تطبیقول ترسره شوی دی.

ښاغلی خیرخواه زیاته کړه: دګرځندوی په برخه کې د خصوصی سکټور له فعالیتونو څخه ملاتړ اوپراختیا او (۱۰۹۷) خصوصی اوسیاحتی سکټورونه ثبت او د فعالیت جوازونه  ورکول شوی او په هېواد کې د(۴۰۵) هوټلونو او سېاحتی شرکتونو ارزونه شوې ده.

ده د وزارت د تشکیل په اړه داسې وویل: د وزارت مجموعی تشکیل(۳۹۸۲) ولایتی تشکیل (۱۷۰۱)  مرکزی تشکیل (۲۲۶۸)فرهنګی اتشې(۱۳) تنه دی.

ده د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ۱۴۰۱  مالی کال بودیحې ته په کتوسره څرګنده کړه:  عادی بودجه ۱۱۷۰۷۷۴۷۸۶  ، پراختیایی۱۴۰۰۰۰۰۰ ، مجموعه۱۱۸۴۷۷۴۷۸۶.   د بودیجی د مصرف سلنه:عادی اتلس اعشاریه نهه ،   پراختیایی ۳۲  ٪، مجموعه پنځوس اعشاریه نهه ده  .

همدارنګه د وزارت له بېلابېلو برخوڅخه د (۹۹۴۵۰۶۳۸) افغانیو په ارزښت عواید راټول شوی دی.

همدارنګه قاری یونس راشد  د ځوانانو چارو معینیت په برخه کې څرګنده کړه: زموږ عمده او لوی فعالیتونه د هېواد په (۱۴) ولایتونو کې د ځوانانو د زده کړو ښوونیز مرکزونه بیا فعالول،له (۴۰) ښوونیزو او فرهنګی بڼسټونو سره د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او دغو مراکزوته د ځوانانو د ورپیژندنې په برخه  کې همغږی کول، د همکارۍ هوکړه لیکونو د نوی کولو لپاره (۳۳) پوهنتونونو سره همغږی او د غونډو ترسره کول اوهمدارنګه دځوانانو د ظرفیت جوړونې لپاره د (۲۶) پلانونو او طرحو چمتو کول، دهېوادپه (۳۴) ولایتونو کې د رضاکاروځوانانو لخوا د نیالګی کینولو کمپاین په لاره اچول، د هېواد په(۳۴) ولایتونو کې دسیرت نبی صلی الله علیه وسلم. سیالۍ ترسره کول، بیلابیلو پوهنتونونو ته د(۶۰۰) تنو ځوانان ورپیژندل اوددې ځوانانو ستونزې حلول او سربېره پردې (۷۰۰) تنو ځوانانو ته چې په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د ملی شبکې غړی دی د رضاکارانه فعالیتونوپه اړه پوهاوی ورکول ترسره شوی دی.

دغه رازمولوی عتیق الله عزیزی د فرهنګ اوهنر معیین د دغه معینیت په برخه کې ډاګیزه کړه: هدف له اسلامی شریعت سره سم د افغانی فرهنګ وده.په سیمه کې دیو فرهنګی او تاریخی هېواد په توګه د تاریخی سیمود پیژندلو لپاره د لرغونپوهانو او بهرنیو ژورلیستانو سره همکاری کول، له چینایی پر‎وژې سره د لوګر ولایت د عینکو د مسوکان د تاریخی آثارو د استخراج تاریخی هوکړه لیک لاسلیکول او د لرغونپوهنې ریاست په برخه کې: په دری، پښتو او انګلیسی ژبو د لرغونو سیمومنظم ډیټابیس چمتو شوی، په  کابل ولایت کې(۱۰۰) لرغونې سیمې ثبت اوراجسترشوی، د بامیانو د بودا دلرغونې سیمې درې بعدی شکل د فرانسوی کارپوهانو په همکارۍ جوړشوی دی اوهمداسې د لوګر د عینکو دمسو کان درې بعدی شکل د فرانسوی کارپوهانوپه همکاری جوړشوی، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې (۱۹) لرغونې سیمې سروې اوبیا کتنه ورڅخه شوې، د عینکو دمسوکان له سیمې (۹۱۱) قلمه آثار بسته بندی او مرکزی موزیم ته رالېږدول شوی دی او په هېواد کې دلرغوغوسیمو د ساتنې لپاره د هېواد په کچه پلان اوطرحه چمتو شوې ده.

ده زیاته کړه: د ترنم او ترانوریاست په اړه باید ووایم: له ټول هېواد څخه (۱۰۶) تنه ترانه ویونکی(ترانه خوانان) اونعت خوانان (نعت ویونکی) ثبت او راجسترشوی او په مرکز او ولایتونو کې (۱۱۸) هېوادنۍ، حماسی اونعتیه ترانې راټولې او ډیټابیس شوی دی.

ده د خلکو فرهنګ ریاست په تړاو وویل:دملی اومناسبتی ورځوپه لاره اچول اولمانځل، دفرهنګ خپرندویه (ګاهنامه فرهنګ) د درېو شمارو لپاره یې مطالب چاڼ اوطراحی کړی او ټول آثار د چاپ  لپاره چمتو شوی دی.

ده وویل: ریاست تیاتر تهیه ثبت واجرای نمایش های تیاتری تحت عناوین ( حق غوښتنه، درویش، انصاف، روشنګری، عیدی، دادخواهی، باورش درست بود، سوله، حقیقت، اطفال میتوانند وآګاهی) را به راه انداخته است.

د ملی موزیم ریاست: دوو مختلفو ولایتونو ته د دغه وزارت د استول شویو پلاوو ۳۰۵۷ قلمه تاریخی او فرهنګی آثارثبت، راجسټر اوترمیم کړی، په هوایی ډګر اوکابل ګمرک کې دملی موزیم د کار کوونکو اوامنیتی موظفینو په واسطه د ۱۲۲۶  قلمه تاریخی آثارو پېژندنه اوطبقه بندی او همداراز(۸۰۰) قلمه ډبرین، دلرګیو، اونور خاورین آثار د افغانستان په ملی موزیم کې دکلنی پلان له مخې ترمیم کړی.

د افغان فلم ریاست په اړه باید ووایم، چې د ۵ فلمی برنامو ترتیب اوخپرول د)حصارهای کابل، فلم مستند بازسازی پل کمپنی، شاهراه سالنګ ومستند افغان فلم) ترنومونو لاندې جوړ شوی دی.

ده د هنرستان ریاست په اړه وویل: دملی نګارستان د کارکوونکو په واسطه له   ۱۶۰څخه زیات آثار انځور، خطاطی، میناتوری،کیندنی او په ملی نګارستان کې دیکور او ډیزاین شول او د دې ترڅنګ دغلام محمد میمنګی هنری مرکز۳۱ تنه زده کوونکی دهنری مسابقی په موخه د (IGHO) موسسی ته معرفی شول.

دغه راز ده د تاریخی آبداتوریاست په باب وویل: په کندهار ولایت کې ۷ آبدې ثبت او فهرست شوې او همدارنګه په هېواد کې ۷ تاریخی آبدې  سروی شوې . سربېره پردې د ملی ارشیف ریاست: د کارپوهانو په واسطه له ملی آرشیف څخه د ۲۷۹۹۰ پاڼو دیجیتل چارې ترسره شوی، د (۹۰۱۱) قطعی تاریخی اسنادو د فهرست اوکتلاک  چارې دملی آرشیف د کارپوهانو له خوا ترسره شوې، (۴۲) تنو کورنیو او بهرنیو محققینو ته د تاریخی اسنادو، خطی نسخو او چاپی کتابخانی په برخه کې دملی آرشیف له خوا خدمات ترسره شول اوهمدارنګه د دغه بنسټ د پروګرامونو په اړه له کورنیو رسنیو سره همکاری هم وشوه.

دغه راز د عامه کتابتون ریاست: (۷۵۷۹) ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته سپارل شوی او ۸۵۶۲ټوکه کتابونه د مطالعې په موخه په مرکز او ولایتونو کې وېشل شوی او  (۱۲۳۱۴) تنه مراجعین د عامه کتابتون له موجودو منابعو څخه برخمن شوی.

همدارنګه حیات الله مهاجر فراهی د نشراتو معینیت به برخه کې دخپلو څرګندونو په ترڅ کې داسې وو‎یل: د نشراتو  معینیت له خپلوټولو ریاستونو سره په هره اوونۍ  کې دوامدارې غونډې کړی، چې لسګونه تصامیم پکې نیول شوی او کارونه څارل شوی، مدیریت شوی او ارزول شوی دی سربېره پردې د خارجی چاپی موادو د څېړنې کمېسیون دایر شوی، بیایې دوامداره اوونیزې غونډې کړی چې تراوسه یې (۸۰) ټوکه کتابونه څېړلی او له(۱۵۰) عنوانونو زیات هغه کتابونه یې تشخیص کړی چې عیسویت ته یې دعوت کاوه او یا د دین د اصولو خلاف وو.۱۵۰ عنوانه نورهغه کتابونه هم تر کاراو څارلاندې دی چې دملی  ګټو او ملی وحدت خلاف دی.

د نشراتو ریاست له خوا په تیریوکال کې د (۴۴) جواز نامو تجدید او تمدید، چې ټول ترې (۱۰۸۷۵۰۰) یومیلیون او اووه اتیازره پنځه سوه افغانۍ  دامارت بودیجې ته تللی. همداډول د یاد ریاست له خوا د تصویری رسنیو دمانوتور لپاره یو مانوټورینګ جوړ او په کاریې پیل کړی او ورسره یې دټولو تصویری اوصوتی رسنیو د څار، لارښوونو، ګڼو مجالسو او هڅو په وسیله غیرشرعی نشرات تر(۹۵) سلنې پورې کنټرول کړی دی.

ده د باختر آژانس په اړه وویل:

باختر آژانس چې (۸۳) کاله قدامت لری دهېواد د یو معتبر خبری نهاد په حیث فعالیت کوی، په تېرو شلو کالو کې یې فعالیت خورا زیات کم اوپیکه شوی و، خو د اسلامی امارت په راتګ سره  باختر آژانس ته خاصه توجه وشوه چې د پخوانیو پښتو، دری او انګلیسی ژبو له  نشراتو څخه علاوه (۳) نورې مهمې ژبې ‎، ازبکی، عربی او روسی ژبو باندې هم نشرات پکې پیل شول، د باختر آژانس پر تشکیل له سره کتنه وشوه اوله پخواډیر موثر اوښه کړای شو، چې له خپل ویب سایټ څخه علاوه، په سوشل میډیا، (ټویټر، فیسبوک، انسټګرام) ټیلیګرام، یوټیوب او واټساپ) باندې یې هم پراخ نشرات پیل کړی همداشان په ټولو برخوکې یې د کتونکو اوڅارونکو شمیر سلګونه زره زیات شوی او اوس د افغانستان په اړه د معتبر آژانس په توګه نړیوالو رسنیو کې هم د یوې منبع په توګه مطرح دی.

د با کیفیته، دقیقو او سریعوخبرونو له نشر څخه علاوه باختر آژانس اوس په ویډیو یې بڼه هم وخت په وخت موثر او با کیفیته خبرونه ترتیب او نشروی چې د خلکو د خوښې وړ ګرځیدلی دی.

باختر آژانس په تېریو کال کې لاندې شمیر نشرات کړی:

(۶۰۶۳۶) خبرونه، (۱۱۱۶) راپورونه،(۷۴۴) مرکې،(۷۴۴) شننې او تبصرې،(۷۴۴) ټولنیزې خپرونې او (۳۶۰) ویډیویی راپورونه.

په دې توګه په تېریوه کال کې یې د ټولو نشراتو شمیر (۶۴۳۴۴) ته رسیږی او باختر آژانس له ټولو داخلی اوبین المللی رسنیو سره ښې او فعالې اړیکې لری، سلګونه هغه د پوهنتون محصلین یې عملا روزلی چې د ژورنالیزم په برخه کې یې زده کړې کولې.

همدارنګه ده د امارتی ورځپاڼو او مجلو ریاست دچارو په اړه وویل: د امارتی ورځپاڼو او مجلو ریاست د شپږوآمریتونو( شریعت، هېواد، انیس، کابل ټایمز، وطنداران مجلې او افغان اعلاناتو) په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوی.

د غه ریاست په تېریوه کال کې د امارت دحاکمیت له لومړۍ میاشتې وروسته د هېواد ټولې چاپې رسنۍ په پښتو، دری اوانګلیسی ژبو( شریعت، هېواد، انیس او کابل ټایمز ورڅپاڼې او همداډول په ازبکی، پشه یی، نورستانی، بلوچی او ترکمنۍ ژبومجلې په منظم ډول چاپ کړی دی.سربېره پردې په مرکز او ولایاتو کې یې د ورځپاڼو او مجلو د رسیدو او توزیع پلان تطبیق کړی، د اخبار د بډاینې لپاره د موثقو خبری سرچینو، امارتی ارګانونو او دقیقو معلوماتو له مخې دینی، سیاسی، اقتصادی، اجتماعی، علمی اوادبی خبرونه، راپورونه او مقالې ترلاسه اوچاپ کړی دی.

یا د ریاست دخپلو نشراتی ارګانونو لپاره انټرنیټی سایت اوپه خواله رسنیو کې اکاونټونه لری چې متداوم نشرات کوی.

په یوکال کې چاپ شوې ورځپاڼې(۲۰۵۰۰۰) ګڼې دی اود ورځپاڼو او مجلو له لارې ټولټال(۶۱۸۹) مقالې، خبرونه، راپورونه، دینی او عقیدتی لیکنې، تفریحی او ادبی لیکنې او ټولنیزی لیکنې نشر او چاپ شوی دی.

دغه راز په تېر یوه کال کې د افغان اعلاناتو د آمریت له لارې د (۲۹۴۳۷) قطعو اعلاناتو له درکه ټول ټال(۷۶۴۳۱۰۰) اووه میلیونه، شپږ لکه او څلورسوه، یودیرش زره افغانی راټولې شوی.

همداډول(۲۹۴۰۰۰) دوه لکه څلورنوی زره افغانۍ د ورځپاڼو دګډون له لارې راټولې شوی، چې دتېر یوه کال جمله عواید (۷۹۳۱۰۰) اووه میلیونه، نهه لکه، اووه دېرش زره افغانۍ کیږی چې د امارت بودیجې ته جمع شوی دی.

ده وویل: د آزادی مطابعو ریاست: کې د تیریوه کال خدماتو او هلوځلو په نتیجه کې لاندې عواید راټول او بیا د امارت بودیجې ته جمع شوی ، دورځپاڼو د چاپ له درکه (۱۱۳۱۳۰۰) یو میلیون او یولکو یو دېرش زره او درې سوه افغانۍ، د لوایحود چاپ له درکه(۱۵۰۲۷۳۵۵) پنځلس میلیونه، اووه ویشت زره درې سوه پنځه پنځوس افغانۍ، د میاشتنیود چاپ له درکه (۷۱۹۲۹۵۰) اووه میلیونه، یولکو دوه نوی زره نهه سوه پنځوس افغانۍ او همدارنګه د جرائدو دچاپ له درکه(۱۰۰۰۰۰) یولک اففانۍ او د نورو مختلفو پاڼو د چاپ له درکه (۱۲۰۷۳۶۶۵) دولس میلیونه، درې  اویا زره شپږ سوه پنځه شپیته افغانۍ، چې پورته ټول اساسی عواید (۳۵۴۶۵۲۷۰) پنځه دیرش میلیونه، څلورلکه پنځه شپیته زره دوه سوه اویا افغانۍ اوغیر اساسی جمله عواید(۵۲۸۶۱۶۳) پنځه میلیونه، دوه لکه شپږاتیا زره یوسل اودرې شپیته افغانۍ کیږی، چې جمله اساسی اوغیراساسی عواید بیا(۴۰۷۵۱۴۳۴) څلویښت میلیونه، اووه لکه، یو پنځوس زره، څلورسوه څلوردیرش افغانۍ د امارت بودیجې ته جمع شوی شوی.

دغه راز دپلان او پالیسۍ ریاست په باب باید ووایم چې: د وزارت په بیلابیلو څانګوکې د درېیوقوانینو، څو کړنلارو اوڅلورو هوکړه لیکونو بیا کتنه ، له نړیوالو سازمانونو (یونیسکو، آیسیسکو(ICROM،IOM)) سره د اړیکو ټینګول همدارنګه له  COMCEC سره د اړیکو د ټینګښت په درشل کی او د  یونا ما له مخکنې منشی سره جلسه درلودل.

دغه راز مولوی احمد الله وثیق د افغانستان ملی رادیو تلویزیون په باب وویل:

د ورځنیو پروګرامونو ترڅنګ دخبری ګزارشونو، کورنیو اوبهرنیو خبری سرویسونو، مرکو، د کارپوهانو او دینی عالمانو ګردی میزونه، د اففانستان داسلامی امارت د لوړپوړو چارواکو ځانګړې خبرې اترې او له پنجشیر ولایت څخه دمستندو خبرونوچمتوکول زموږ ځانګړی پروګرامونه دی.

همدارنګه هېواد ته د را ستنیدونکو شخصیتونو د بلنې کمېسیون د هرکلی پروګرامونو ته خبری پوښښ ورکول او د راپورونو چمتو کول، د خوست، پکتیا اوپکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سیمو څخه د راپورونو چمتو کول او همداسې د درېیو ورځولپاره شیبه په شېه  د لویې جرګې له تالارنه دعلماوو د غونډې خبری پوشش او په لویه جرګه او اخترونو کې د امیرالمومنین د وینا وو او اعلامیو خپرول.

همدارنګه ده د تلویزیونی خپرونوپه برخه کې وویل:

د افغانستان د اسلامی امارت په بیرته راتګ سره د هېواد دځانګړو ورځو له ډلې د زمری  میاشتې (۲۸) مه نیټه د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولوورځې په شمول د اشغال فصل پای ته ورسېد، د عاشورا ورځ، د اشغال د پای ته رسیدو او د امریکایی ځواکونو د وتلو ورځ، د دلوې (۲۶) مه په افغانستان کې د سره پوځ  او د دوحې د تړون کلیزې لمانځل شوی او همدارنګه ددې ورځو مستند فلمونه ثبت اوچمتو شوی دی.

ده د راډیویی خپرونو په برخه کې وویل:

د افغانستان د اسلامی امارت له بریا سره( کابل راډیو)  په (شریعت غږ) بدله شوه او ټولې خپرونې یې له اسلامی احکامو او قوانینو سره سمې چمتو او خپریږی.

د  اوونۍ  په درېیو ورځو کې د ماښام له (۹) بجو د شپې تر (۱۲) بجوپورې د اسلامې امارت د امیرالمومنین او د هېواد د علماوو پیغامونه او ویناوې خپریږی او همدارنګه د امیرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد  دتلین  په مناسبت ژوندۍ خپرونې اوهمدارنګه  د درېیو پروګرامونو ثبت او خپرول، دامرالمومنین ملااختر محمد منصور د شهادت اوشپږم تلین په مناسبت ژوندۍ خپرونې اوهمدارنګه د دوو پروګرامونو ثبت او خپرول ، د افغانستان د اسلامې امارت د ترانه خوانو ځوانانو(ترانه ویونکو) لخوا د وطنی، دینی اومناسبتی شعرونو راټولول او په عالی کیفیت سره له مکس او ماستر وروسته دملی راډیو تلویز‎یون د نشراتو د آرشیف لپاره د (۴۵) دینی، د هېواد پالنې  د مناسبتی ترانو ثبت اولېږل.                                                                         محمد رفیع تېموری

ممکن است شما دوست داشته باشید