روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملت ته د حکومتی چارواکو د حساب ورکولو په دوام ؛د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې

د افغانستان د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت دتېریوکال په موده کې خپل فعالیتونه اولاسته راوړنې دیوې غونډې په ترڅ کې، چې د حکومت د رسنیوبه مرکزکې جوړه شوې وه خبریالانوته داسې وړاندې کړل:

د عامې روغتیاوزارت او دابن سینا دوایی شرکت ترمنځ د تفاهملیک نهایی کول، د محمد علی جناح په روغتون کې دیو ځانګړی خدماتی اوتخصصی پروګرام رامنځته کول او له ملی اونړیوالو معیارونو سره سم د پاکستان د داخله او جراحی ډاکټرانوله کالج سره تفاهملیک نهایی کول، د کراچی له CPSP مرکزی دفتر سره د هوکړې لاسلیک ترڅو په کابل کې د FCPS اوMCPSپروګرامونه رامنځ ته اودنوموړی دفتر څانګه پرانیستل شی. همدارنگه له الخدمت فاونډیشن سره دماشومانو د زړه ناروغی دعلاج د لارو چارو برابرول، د نرسانو او قابلو د وړتیا د لوړولو، دپاکستان له PIMS روغتون سره د پارامیډیکل ټریننګ د پروګرامونو برابرول، په تورخم بندرکې د ناروغانوستونزو، د اټمی انرژی اودپاکستان د شرکت خانم د سرطان روغتون څانګې په کابل کې فعالولو او دpostgradure د محصلینولپاره د آسانتیاووپه برابرولو د پاکستان اړوندو چارواکو سره تفاهم وشو. سربېره پردې دفرانسویانو له روغتون څخه اغېزمنه څارنه او دروغتیایی خدمتونوپه قیمتونو کې له ۱۵ څخه تر۳۵ سلنې ټیټوالی، دعامې روغتیا وزارت اوهغوانجوګانوترمنځ چې روغتیایی خدمات ترسره کوی تفاهملیکونه لاسلیک شول او دروسیې اوچین هیوادونو ته د روغتونونو د جوړولولپاره د طرحو کانسپت نوتونو) وړاندې کول او دچین، روسیې او از بکستان هیوادونو سره دهمکارۍ ساحې مشخصې شوې.

دعامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد زیاته کړه: دعامې روغتیا وزارت فکری اوساختاری تقویه، داسلامی شریعت او دانسانانو د وقار په نظر کی نیولو سره د غړواونسجونو د پیوند د عالی کمیسیون جوړول، د روغتیایی خدمتونو دعرضې دکیفیت دلوړولو او د روغتیایی خدمتونو دخوندیتوب د رامنځته کولو په موخه د افغانستان د اسلامی امارت د امکاناتوله لارې د روغتیایی خدمتونو د اعتبار ورکولو دملی ادارې تقویت اوملاتړ، دهغوقضیوپیژندل اونهایی کول چې په اوسنیو قوانینو کې شرعی اړتیالری او همداشان د روغتیا په برخه کې د ماشومانو او میندو له روغتیایی ستونزو سره د مبارزې لپاره اود پلان عمومی ریاست ترچتر لاندې دماشومانو او میندو د روغتیایی حقونو د ساتنې ریاست رامنځته شو. د دې ترڅنگ د عامه اوخصوصی سکتور د مشارکت(ppp) لپاره د ریاست رامنځته کول، په هیواد کې دمحرومو او سپینو ساحاتو لپاره ځانګړی توجه او د روغتیایی خدماتو وړاندې کول دیپلګې په توګه دمتوازن کولو د طرحې پربنسټ په محرومواوسپینو سیمو کې د ۱۴۶ روغتیایی مرکزونو جوړول او ارتقاء ورکول شامل دی.

په شپږو ولایتونو( بلخ، کندز، بغلان، هرات، پکتیا او پکتیکا) کې د واکسین اود واکسین د لوازمو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو د ودانیو جوړول. د شیدو ورکوونکو، امیدوارومیرمنواو له پنځو کلونو څخه د کم عمر لدونکو ماشومانولپاره د ۵۰۰ سنترونو ایجاد چې په متوسطه حاده خوارځواکۍ اخته دی سربېره پردې له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو لپارله۱۰۰۰ څخه د زیاتو سنترونوایجاد چې په شدیده حاده خوارځواکۍ اخته وی او په حاده شدیده خوارځواکۍ د اخته او اختلاطی ماشومانولپاره شپږ مرکزه دبستر لپاره دهیواد په کچه په دولتی صحی سکتور کې او دوه مرکزه په خصوصی صحی سکتورکې ایجاد شوی دی.

ښاغلی ډاکتر عباد څرگنده کړه: په هیواد کې له ۴۳۹۰ خصوصی روغتیایی مرکزونو او ۱۰۶ عامه روغتیایی مرکزونو څخه مؤثره څارنه او ارزونه، ۳۲ خصوصی روغتونونو ته لیکنې توصیه، ۱۹ روغتونونو ته لیکنې اخطاریه او ۴ روغتیایی مرکزونو ته داصولو مطابق مجازات، د ۳۲ روغتیایی مرکزونو د بېلابېلو غیرقانونی څانګو بندول، د ۳۲ خصوصی روغتیایی علومو انستیتوتونه له اصولو او مقرراتو سره سم د سرغړونې له امله ځنډول او د خصوصی روغتیایی علومو یو انستیتوت بشپړ بندشو اوهمدارنگه د انجوګانو له ۱۶ مرکزی دفترونو څخه لیدنه، دهرات، بلخ، کندز او غزنی ولایتی روغتونونو د ابن سینا صدری تخصصی روغتون په ګډون د مړینې د طبی تصدیق پروګرام پیل او څارنه وشوه. د روغتیایی مشورو اود روغتیایی پروګرامونو د ودی ورکولو په موخه د ځوانانو له روغتیایی محلونو او روغتیایی مرکزونو څخه نظارت اود وړیا تلیفون لاین رامنځته کول (شارټ کوډ۱۲۰) ترسره شول. د دې ترڅنگ د اقتصادوزارت ته د ۵۰ بنسټونو دفعالیت راپورونه استول، د تصدیق لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته د ۱۵۸۰ علمی اسنادولیږل، له مرسته کوونکو هیوادونو، نړیوالو موسسو او خیریه موسسو څخه د مرستو په ترلاسه کولو کې همغږی، ۱۴۶ خصوصی روغتیایی مرکزونو ته د جواز صدور او د جواز د صادرولو تفاهملیک څخه د (۱۱۸۸۲۲۵۵) افغانیو تحویل اود ۶۰۰۱ کوډ ته سپارل. د خصوصی روغتیایی علومو انسټیټوټونو د فعالیت جواز د غزولو او له دولتی ازموینو، فیسونو، ډیپلومونو څخه د ۴۲۹۹۵۰۰ افغانیو راټولول ترسره شول.

دعامې روغتیا وزارت سرپرست دخپلی ویناپه ترڅ کې له اداری فساد سره د مبارزې بهیرته په کتو څرگنده کړه: د افغانستان د اسلامی امارت دعامې روغتیا وزارت مکلف دی چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د اسلام دین له ټولو شرعی اصولو او احکامو سره سم عمل وکړی او دافغانستان د اسلامی امارت په چوکاټ کې د شرعی اهدافو د ترلاسه کولولپاره په پوره ایماندارۍ او صداقت کاروکړی او د هېواد په ۳۴ ولایتونو، ۲۲ ملی روغتونونو او دعامې روغتیا په ریاستونو کې د مراجمینو د شکایتونو د اوریدو میکانیزم جوړشوی او د ناروغانو ا ومراجعینو شکایتونو ته رسیدګی کیږی. همداسې د کارمندانو په رسمی اوغیر کاری ساعتونوکې د حاضری د قواعدو څارنه او دسرغړوونکو انضباط او مجازات، ټولو سکتورونو ته په ځانګړې توګه خصوصی سکتور ته د مقرراتو او طرزالعملونو چمتو کول او ویشل، د روغتیایی خدمتونو په عرضه کې د درغلیو د مخنیوی په خاطر د خصوصی سکټور سیستماتیک نظارت، له حده زیات او دمعیاری روغتیایی خدمتونو وړاندې کول شامل دی.

د روغتیایی خدماتو په چمتو کولو کې د رشوت مخنیوی، په څانګړې توګه په روغتونونو کې، لکه د لویو جراحیو او زیږونونو به وخت کې د پیسو ترلاسه کول، د دولتی چارواکو او دملی تدارکاتو دفتر تر څارنې لاندې شفاف قراردادونه او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل کې دټاکل شویو مهالویشونو په رڼا کې د فعالیتونو پلی کول او د تدارکاتو بهیر د روڼتیا د یقینی کولو لپاره د اړینو تخنیکی، تدارکاتو، مالی او حقوقی څانګو اوله هغوسره همکاری. او د تفتیش اړوندو ادارو سره همکاری کول چې د بودیجې لګښتونه معوینه کوی او د عامې روغتیا وزارت په څانګو کې د بودیجې دلګولو په اړه سخت او قانونی کنټرول شوی دی.

ښاغلی ډاکتر عباد پرتو ستونزو او ننگونوته په اشارې سره وویل: د مور اوماشوم د مړینو او دخوار ځواکی دکچې لوړوالی، غیرمعیاری د تخصص پروګرام، اوسمهال د روغتیایی لگښتونو ۷۷سلنه د خلکو شخصی لگښتونه جوړوی. د پرمختللو تشخیصی او درملیزو خدماتو کمښت او ټیت کیفیت، بهرنیو هیوادونو ته د ناروغانو د تګ لامل کېږی چې هرکال له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالره د خلکو له شخصی پیسو څخه مصرفیږی او د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو اوسنۍ ټولګې (BPHS) او(EPHS) د روغتیایی خدمتونو د ښو کولو لپاره ځواب ویونکې ندی.

ده زیاته کړه: د روغتیایی خدمتونود وړاندې کولو د ښه والی لپاره دعامې روغتیا وزارت د منظمې بودجې کموالی، د با کیفیته تخصصی او فوق تخصصی روغتیایی خدماتو نه شتون، د ثالثې او پرمختللو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د عصری او ښو سمبال شویو روغتیایی زیربناوو نشتوالی، په تخصصی څانګو کې د متخصصو روغتیایی کارکوونکو نشتوالی، د ښځینه مسلکی کارکوونکو کمښت،د کویډ -۱۹ ناروغۍ خپرېدنه او له غیر دولتی موسسو سره د قراردادونو د ترسره کولو او دهغوی له خوا د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې جدی ستونزې د روغتیایی مرکزونو غیر عادلانه ویش، چې په محرومو سیمو کې د زیاتو مړینو او معیوبیتونو لامل شوی دی.

د هیواد د روغتیایی سیستم په وړاندې د طبیعی او غیر طبیعی ناورینونو شتون، روغتیایی بحرانونو او بیړنیو پیښوته دځواب ورکولو په برخه کې دهمکارو سکتورونو او نړیوالو شریکانو ترمنځ دهمغږۍ کمزوری اوسربېره پردې د عامې روغتیا وزارت دلومړیتوبونو په نښه کولو کې دتمویل کوونکو او پلی کوونکو کمزورې همکاری او په سرحدونوکې د روغتیایی کارمندانو له خوا دمسافرینو د بشپړ کنټرول او سکرینینګ نشتوالی.

دعامې روغتیا وزارت سرپرست د راتلونکی لپاره ددغه وزارت پلانونه داسې څرگندکړل: دمور اوماشوم د روغتیاښې کولو اودتغذیې حات ته ځانګړې پاملرنه، تخصصی پروګرامونه له نړیوالو معیارونو سره برابرول، دخلکو روغتیایی ستونزوته د ښې رسېنې، بهرنیو هېوادونو ته له تګ او دکورنیو پانګو له فرار څخه د مخنیوی په موخه دعامه او خصوصی سکټور دمشارکت پیاوړی کول او همداسې داوسنیو BPHS او EPHS روغتیایی خدمتونو د ټولګوپرځای دنوې بشپړ بدیل ماډل رامنځ ته کول او دملی تخصصی او فوق تخصصی روغتونونو رامنځ ته کول، په مختلفو برخوکې د تخصص اوفوق تخصص پروګرامونو ته پراختیا ورکول اوهمداشان په ټول هیواد کې د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې ګړندی کول او د ویروس د خپریدو د مخنیوی تدابیر، د ۲۰۲۲-۲۰۲۵ کلونو لپاره د ملی روغتیا ستراتیژۍ رامنځته کول او د کورنیو عوایدو د لوړولو لپاره نوښتګرو پروګومونه پلانول اوپلی کول ترسره کېدونکی دی.

محمد رفیع تېموری

ممکن است شما دوست داشته باشید