روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملت ته حساب ورکول او رښتینی مسئولیت!

د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی پر بنده ګانو حاکمیت، د هغوی د چارو سمبالښت او د هغوی اقتصادی، تعلیمی، روغتیایی او ورته نورو ستونزو ته حللارې پیدا کول که څه هم ستره مرتبه او د انسانیت خدمت ګڼل کېږی، خو له بل لوری دغه حاکمیت او د چارو سمبالښت مسئولیت هم  بلل شوی او په سمه توګه سرته رسول یې له اهلیت او امانت پرته ناشونی کار دی.

د حکومت په هر بست کې کار کوونکی باید د همدغو دوو صفتونو درلودونکی وی او د ټاکلو پرمهال یې هم باید همدغه دواړه صفتونه په پام کې ونیول شی. اهلیت په دې معنی چې مسئول باید په ټوله معنی د ورسپارل شوې دندې پر سرته رسولو ځواکمن وی او د خپلې دندې په ټولو برخو کې پوهه ولری او امانت دامعنی چې مسئول باید د ملت له حقونو او شتمنیو سره خیانت ونه کړی له فساد، درغلۍ او بل هر ډول جرم څخه ځان وساتی.

هغه ملتونه په ډېر لږ وخت کې د پرمختګ، خوشحالۍ او ښه ژوند لوړو پوړونو ته رسېږی، چې د چارو واګی یې د په کار پوهو او امانتدارو چارواکو په لاس کې وی. یوازې کاری پوهه یا یوازې امانتداری بسنه نه کوی، همدا لامل دی، چې د دندې غوښتلو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم مشهور صحابی حضرت ابوذرغفاری رضی الله عنه ته وفرمایل: ((ته کمزوری یې او دا امانت دی)). په امانتداری او دیانت کې ابوذر ډېر ځواکمن و، خو کېدای شی د هغه مسئولیت په برخه کې به یې پوره مهارت نه درلود، ځکه نبی علیه السلام کمزوری و ګاڼه.

له تېر یو کال راهیسې اسلامی امارت د افغان ملت د چارو واګی په لاس کې اخیستی او په ډېرو برخو کې ښې لاسته راوړنې لری، که څه هم ځینې نیمګړتیاوې هم شته، خو امید دی، چې د وخت په تېرېدلو سره دغه نیګړتیاوې هم ختمې شی او افغانستان د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره په سیاسی، اقتصادی او تعلیمی برخو کې سیال شی.

څو ورځې کېږی، چې د نوی سرپرست حکومت وزارتونو په منظم ډول ملت ته د حساب ورکولو بهیر پیل کړی او تر اوسه ګڼ شمېر وزارتونو او نورو حکومتی ادارو په تېر یو کال کې د خپلو عوایدو، خدماتو او ستونزو په هکله د حکومت د رسنیو په مرکز کې ملت ته معلومات ورکړی او لا دغه لړۍ روانه ده. تر اوسه پورې د کانونو او پټرولیم وزارت، د زراعت او مالدارۍ وزارت، د اوبو او برېښنا وزرات، د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې او نورو ادارو په خپلو برخو کې ملت ته د تېر یو کال په موده کې د خپلو عوایدو، فعالیتونو او ستونزو په هکله معلومات ورکړی دی.

د حساب ورکولو ددغه بهیر یوه مثبته ځانګړتیا دا ده، چې د وزارتونو او نورو حکومتی ادارو مسئولین د رسنیو له لارې یوازې خپلې مثبتې کړنې او بریالیتوبونه له ملت سره نه شریکوی، بلکې هغه موارد هم شریکوی، چې د دوی وزارت یا اداره یې په ترسره کولو کې پاتې راغلې او یا یې په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ دی. د حکومت له لوری ملت ته د حساب ورکولو پروسه له فساد سره د مبارزې، شفافیت او په دولتی ادارو کې د ستونزو او نیګړتیاوو د تشخیص په برخو کې ډېر مثبت رول لری.

ملت ته  حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی. اسلامی امارت باید په دې برخه کې لا ډېر کار وکړی. په کلنی ډول د حساب ورکولو له پروسې سره سره د حکومتی چارواکو د شتمنیو تثبیت او څار ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشی. په دغسې مثبتو کړنو سره نه یوازې د اداری فساد مخه نیول کېدای شی، بلکې پر حکومت د خلکو باور او اعتماد هم زیاتوی او د ملت او حکومت ترمنځ پیوندونه رامنځته کېږی.

دغه پروګرام  جوتوی، چې اسلامی امارت په ټوله معنی یو مسئول حکومت دی، بیت المال د ملت شتنمی ګڼی، بیت المال ته راغلی عواید او بیا یې لګښت او د لګښت ځایونه له ملت سره شریکوی او بل دا چې اسلامی امارت د ملت روا غوښتنې او مشورې اوری، د پوښتنې او انتقاد حق ورکوی او په دې هکله رسنیو کې ځینې خپرېدونکې منفی تبصرې او خبرونه واقعیت نه لری، بلکې یوازې او یوازې افواهات او تبلیغات دی.

لنډه داچې د اسلامی امارت له لوری ملت د حساب ورکولو بهیر ډېر مثبت ګام دی او ان شاءالله تعالی ډېره ښه اغېزه به ولری، دغه او دې ته ورته نور داسې کارونه چې ملت او حکومت سره نږدې کوی او پر حکومت د ملت باور زیاتوی، باید ډېر شی او د ډېروالی تر څنګ یې باید د دقت برخې ته هم لا ډېره پاملرنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید