روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملا نورالله نوری: علم هغه فریضه ده چې انسان یې په ترلاسه کولو مکلف شوی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سر پرست ملا نورالله نوری پرون له غرمې مخکې د دغه وزارت اړوند د رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ عالی لېسو د ۱۴۰۰ ښوونیز کال د دولسمو ټولګیو د فارغانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.په دې غونډه کې چې په رحمان بابا لېسه کې جوړه شوې وه؛ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، د علم او پوهې ارزښت بیان کړ او ویې ویل: ((علم لرونکی او بې علمه کسان سره برابر نه دی، علم هغه فریضه ده چې انسان یې په ترلاسه کولو مکلف شوی او انسان خپل خالق په علم سره پېژندلی شی او بې علمه ژوندون ګران دی.))ملا نورالله نوری، زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: تاسو د دې وطن اصیل بچیان او د هېواد ستره پانګه یاست او پر تاسو پانګونه شوې ده. دا وطن مجربو کادرونو ته اړتیا لری او دا هېواد به همدا تاسو په پښو دروئ. نوری زیاته کړه: موږ ژمن یوو چې تاسو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړو، موږ ستاسو ټول وړاندیزونه او غوښتنې منو، هڅه به مو دا وی، چې په وزارت پورې اړوندو لېسو کې تر دې زیات زده کوونکی جذب او فارغ شی.ملا نورالله نوری څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامی امارت د هېواد د آبادولو او د خلکو د هوساینې لپاره په اقتصادی، د کانونو په را ایستلو، د ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او د سړکونو د جوړولو او نورو برخو کې ډېر ښه پلانونه لری.هغه د غونډې په پای کې له ګډونوالو څخه وغوښتل ،چې خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت سره شریک کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید