د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانی سرې میاشتې د عالی ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابی له ملی او نړیوالو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو پر زلزله ځپلو دې خپلې مرستې د افغانی سرې میاشتې له لارې او له دغې ادارې سره په همغږۍ پر هغوی ووېشی.د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانی سرې میاشتې د عالی ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابی په کابل کې په مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، چې دوى له بېلابېلو ولایتونو ۵۵ ټیمونه د سروې لپاره د پکتیکا او خوست ولایتونو ته استولی،چې زیانمنې شوې کورنۍ په دقیق ډول وپېژندل شی او د مرستو په بهیر کې د ناوړې استفادې او فساد مخه ونیول شی. د افغانی سرې میاشتې د ټولنې مرستیال وایی، چې تر اوسه پورې یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو او یو شمېر خیریه موسسو د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره خپلې مرستې لېږلی دی؛ خو د زلزله ځپلو لپاره د کورونو، کلینیکونو او ښوونځیو جوړولو ته اړتیا لری.هغه وویل، چې یو شمېر مرستندویه بنسټونو او خیرغوښتونکو کسانو له زلزله ځپلو سره د کور د وسایلو او د خوراکی توکو مرسته کړې ده.
د افغانې سرې میاشتې د ټولنې مرستیال له ټولو ملی او نړیوالو مرستندویو موسسو او خیر غوښتونکو کسانو وغوښتل، چې د هغو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره چې د دغې ادارې له خوا سروې شوې دی نغدی مرسته وکړی.ملا نورالدین ترابی وویل، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ټپیانو د درملنې لپاره ګرځنده کلینیکونه جوړ شوی او د افغانی سرې میاشتې د ټیمونو له خوا د دغو سیمو له ارزونې او څېړنې وروسته دایمی کلینیکونه هم په دغو سیمو کې جوړېږی.هغه ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ چې د ملی او نړیوالو موسسو مرستې د افغانی سرې مېاشتې ټولنې له لارې په شفاف او عادلانه ډول پر زیانمنو شویو کورنیو ویشل کېږی او د هر راز فساد او بې عدالتۍ مخه به ونیول شی.د یادونې وړ ده،چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له مرګانۍ زلزلې وروسته څه ناڅه ١٢٠٠ تنه ووژل شول او څه د پاسه دوه زره تنه نور ټپیان شول، یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو او ملی او نړیوالو مرستندویو موسسو خپلې مرستې زلزله ځپلو سیمو ته لېږلی او یو شمېر نورو هېوادونو او مرستندویو سازمانونو ژمنه کړې،چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو او له زلزله ځپلو سره مرسته کوی.په همدې حال کې د افغانی سرې میاشتې عالی ټولنه وایی لازمه ده ،چې له زلزله ځپلو سره ملی او نړیوالې مرستې د دغې ادارې سره په همغږۍ ووېشل شی، چې له یوې خوا دغه مرستې د زیانمنو شویو کورنیو په واک کې ورکړل شی او له بله پلوه د مرستو د وېشلو په بهیر کې د فساد او د ناوړې استفادې مخه ونیول شی.