روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملاخیرالله خیرخواه : د کندهار فرهنګی او رسنیز فعالیتونه د ستاینې وړ دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه کندهار ته د رسمی سفر په ترڅ کې وړمه ورځ د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی نوراحمد سعید سره وکتل او دواړو لوریو په بېلا بېلو مسایلو خبرې وکړې.سرپرست وزیر په کندهار کې روان فرهنګی او رسنیز فعالیتونه د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه (( کندهار په هره برخه کې مهم دی، دلته فرهنګی کارونه هم ډېر ښه روان دی، علمی غونډې، منظم ادبی مجلسونه، مشاعرې او تلینونه نمانځل د بیلګې په توګه یادوم.))نوموړی غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې هڅې لا ګړندۍ او چټکې شی.د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی نور احمد سعید سرپرست وزیر ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تاریخی آثارو او آبدو د ثبت او بیارغونې په برخه کې یې هم د پلانونو درلودلو په اړه ډاډ ورکړ.د یادونې وړ ده، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په دې کتنه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فعالیتونو د ستاینې تر څنګ، د کارونو د لا ښه والی په موخه د یاد ریاست مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید