روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مسکو:  نړیوال لوبغاړی دې په افغانستان کې اوسنی بن بست هوار کړی

روسیې پر امریکا، چین او پاکستان غږ کړی ، چې دغه لوبغاړی دې په افغانستان د بحران په حل کې هلې ځلې همغږې کړی.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلی، مسکو له ټولو نړیوالو لوبغاړو غواړی ،چې په افغانستان کې اوسنی بن بست هوار کړی، د افغانانو ګټې یقینی او په سیمه کې د رښتینې سولې لپاره په افغانستان کې سیاسی جوړجاړی رامنځته کړی.ماریا زیاته کړې، تر څو چې په افغانستان کې روان سیاسی کړکېچ هوار نه شی بین الافغانی مذاکرات هم نه شی پیلېدای. نوموړې ویلی، د افغانستان روان سیاسی کړکېچ د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د هغو ژمنو خلاف دی، چې دوی په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کولو لپاره په خپلو کې کړې وې.دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا د روسیې د دغو څرګندونو په اړه څه نه دی ویلی، خو مسکو تل په دې وروستیو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره دریځ نیسی>ځینې شنونکی وایی، طالبان باید د پاکستان تر څنګ له روسیې سره هم خپله اړېکه روښانه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید