روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مسوولین: هرات، مزار شریف او کندهار ته ملکی الوتنې پیل شوې

د ملکی هوایی چلند ادارې مسوولین وایی، چې د هرات په ګډون مزار او کندهار ته ملکی الوتنې په بشپړه توګه نورمالې شوی دی.سرچینه وایی، چې د دې الوتنو په لړ کې پرون سهار د دغه ادارې رییس هرات ته سفر وکړ.د معلوماتو له مخې یادو ولایتونو ته د نا امنیو له امله الوتنې ځنډېدلې وې.د جګړو له امله په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله ډېر خلک بې کوره شوی او ملکی خدمتونو ته یې سخت زیان رسولی دی.د وروستیو راپورونو له مخې، یوازې په کندهار کې تر ۲۲ زره کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوی او اوس په سختو حالاتو کې ژوند تېروی.د روانو جګړو په لړ کې په هرات کې هم په دې وروستیو کې په زیات شمېر کورنۍ جګړو له خپلو کورنو واېستې.د ملی روغې جوړې د عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وایی: زموږ هېواد او خلک په تاریخې آزموینه کې دی.دی زیاتوی : د هرات، تالقان، کندهار او هلمند په لویو ښارونو د طالبانو بریدونه د دغه ډلې د ویجاړونکو نیتونو ښکارندویی کوی.عبدالله زیاتوی چې هرات بیا د برید لاندې دی او د هرات خلک په دې آزموینه کې یواځې نه دی او ټول افغان ملت ورسره ولاړ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید