د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په مدینه منوره کې مسجد نبوی ته د سپکاوی له امله د سعودی عربستان محکمې شپږو تنو پاکستانیانو ته د بند سزا اورولې ده. د تېرې روژې میاشتې پر مهال کله چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له یوه پلاوی سره مسجد نبوی ته ولاړ، نو د عمران خان په مشرۍ د هغه سیاسی مخالفینو په مسجد کې د ننه د هغه پر ضد نارې ووهلې او پر ځینو غړو یې ګوزارونه هم کړی وو. د پاکستان جیو تلوېزیون خبر ورکړی، چې د سعودی عربستان یوې محکمې تر څو میاشتو بحثونو وروسته پر شپږو پاکستانیو وګړو یاد جرم ثابت کړ او ورته یې سزا واوروله. د راپور له مخې، درېیو پاکستانیانو ته د لسو ، لسو کلونو، درېیو نورو ته د اتو اتو کلو بند سزا اورول شوې ده. سرچینې زیاته کړې،چې محکمې یاد کسان په ۲۰ ، ۲۰ زره ریالو جرمانې هم محکوم کړی دی.