د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغان حکومت د ټولګټو وزارت وایی، د سالنګ پر لویه لاره د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوی دی.د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حقشناس رسنیو ته ویلی: (( د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دی. هیوادوال کولای شی د لویې لارې د تړل کېدو، توفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوی.)) هرکال د ژمی پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوری چې زیات وخت د دې لارې د تړل کېدو سبب کېږی.