د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د عثمانی امپراطورۍ په دوره کې د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې په رسمیت پېژندل په له غوسې ډکه لهجه وغندل او ویې ویل: دغه اقدام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ویجاوړنکی اغېز وکړی.اردوغان په ټلوېزیونی وینا کې بایډن ته په خطاب کې ویلی: مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړئ په هینداره کې وګورئ. د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلی اوسیدونکو وژنې ته وه.د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۲۴مه د تېرې یکشنبې په ورځ د رسمی بیان په خپرولو د لومړنۍ نړیوالې جګړې پر مهال او د عثمانی امپراطورۍ په وروستیو ورځو کې د ارمنیانو ډله ییزې وژنې او د هغوی شړلو ته د ډله ییزې وژنې نوم ورکړ.نوموړی د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې دې پېښې ته دا نوم ورکوی.دا هغه ورځ ده چې هر کال د هغو په زرګونو روڼ اندو ارمنیانو یاد تازه کېږی، چې د ۱۹۱۵ میلادی کال د اپریل په ۲۴ مه له عثمانی امپراطورۍ سره د دښمنۍ په تور ونیول شول.