روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مخدوم عالم د ماشوم عبدالرؤف د اختطاف په تور کابل ته راوستل شوی

د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وایی، د طالبانو پیاوړی سیمه ییز قوماندان مخدوم عالم د اختطاف او انسان تښتونې په تور نیول شوی دی.ښاغلی سمنګانی پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی،د دوی استخباراتو داسې شواهد موندلی، چې د طالبانو یو پیاوړی سیمه ییز قوماندان مخدوم عالم په اختطاف او انسان تښتونه کې لاس درلود او اوس یې موضوع تر څېړنې لاندې ده.ښاغلی سمنګانی زیاته کړه، عالم مخدوم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و چې اوس کابل ته لېږدول شوی دی.د یادونې وړ ده، چې په فاریاب کې د دغه سیمه ییز قوماندان نیول کېدو د یو شمېر خلکو غبرګونونه راوپارول او د هغه د خوشې کېدو لپاره یې لاریونونه وکړل.خو ښاغلی سمنګانی هغه مهال د مخدوم د نیولو په اړه د هغه پلویانو ته په غرګون کې و ویل، چې په افغانستان کې هر ډول قضیې ته قومی رنګ ورکول کېږی.د سمنګانی په وینا:  د مخدوم عالم نیول کېدل د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لری.د اسلامی امارت د ویاند مرستیال ویلی و، په تېر حکومت کې له چارواکو پوښتنې نه کېدې، شاید له همدې امله وی ،چې ځینې خلک له چارواکو سره په امتیازی سلوک عادت شوی وو.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند ویلی و، د طالبانو حکومت حق لری له هغو کسانو پوښتنې وکړی چې پر ضد یې شواهد موجود وی.د ښاغلی سمنګانی په وینا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.نوموړی زیاته کړه، چې یو شمېر لاریون کوونکی د طالبانو (( اسلامی امارت)) غړی نه، بلکې عام خلک وو چې غبرګون یې وښود.

ممکن است شما دوست داشته باشید