روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مخابراتی شرکتونه دې سیم کارتونه له ثبت پرته نه ویشی

د افغانستان اسلامی امارت کابینې د تلېفونی سیم کارتونو د ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب کړې ده.د چارو ادارې مطبوعاتی ریاست ویلی ، چې کابینې یاد وزارت ته دنده سپارلې چې په هېواد کې دې هیڅ مخابراتی شبکې سیم کارت د شخص په نامه له ثبت پرته د وېش اجازه نه ورکوی.همدا راز کابینې امنیتی ادارو په ګډون ټول ارګانونه او اشخاص مکلف کړی، چې د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت د اصولو او کابینې پریکړې ومنی او تطبیق کړی.د یادونې وړ ده چې تېر کال د سلواغې په ۲۰مه کابینې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت طرحه چې تلېفونی سیم کارتونه ثبت او بایومیتریک شی تایید کړې وه ،خو مخابراتو وزارت ته یې لارښوونه کړې وه ،چې د سیم کارتونو د ثبت او بایومیتریک لپاره دې یوه طرحه جوړه او پروسه دې په تدریجی ډول داسې پیل کړی چې خلک له ستونزو سره مخامخ نه شی.د افغانستان د مخابراتی خدماتو د تنظیم اداره (اترا) د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۳۴ میلیونه سیم کارتونه خرڅ شوی دی او ۲۲ میلیونه یې فعال دی.اترا ادارې د معلوماتو له مخې په ډېری امنیتی پېښو کې هغه سم کارتونه استفاده کېږی چې ثبت او بیومیتریک شوی نه وی.که څه هم مخابراتو وزارت تلېفونی خدمتونو شرکتونه د ناثبت شویو سم کارتونو د خرڅلاو څخه منع کړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید