روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

محمد مرسی د اسلامپالنې الګو…!

م. جمیل باور

د روانې جون میاشتې ۱۷ مه نېټه د مصر د پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسی د مړینې ((شهادت)) له درېیمې کلیزې سره برابره وه. مرسی په ۱۹۵۱م کال د اګست په اتمه نېټه د مصر دختیځ ولایت د “حیا” ښار په “عدوه” کلی کې زېږلی و، په انجنیری کې یې دکتورا درلوده او د قرانکریم حافظ هم و.

دکتور محمد مرسی له ځوانۍ څخه له اخوان المسلمین ګوند سره اړیکې لرلې او د یو څه وخت لپاره د یاد ګوند د سیاسی څانګې “ازادۍ او عدالت” مشر هم پاتې شوی و. نوموړی په ۲۰۰۰م کال کې د اخوان المسلمین په استازیتوب د مصر په پارلمانی ټاکنو کې بریالی شو او تر ۲۰۰۵ م کاله پورې د خپل ګوند د استازی په توګه په پارلمان کې پاتې شو.

محمد مرسی د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه ولسمشریزو ټاکنو کې د (  ۷۳،۵۱  ) سلنه رایو په تر لاسه کولو سره د مصر لومړنی منتخب ولسمشر وټاکل شو او د همدې میاشتې په ۳۰ مه نېټه یې د لوړې په کولو سره رسماً خپله دنده پیل کړه. د فلسطین قضیې ته  یې د خپلو کارونو په نوملړ کې لومړیتوب ورکړ، له غزې سره یې له کلونو وروسته د مصر تړلې پولې د فلسطینیانو پرمخ خلاصې کړې او د فلسطین د مقاومتی ډلو حماس او اسلامی جهاد مشرانو ته یې قاهرې ته د ورتګ بلنه ورکړه.

ارواښاد دکتور محمد مرسی د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو پر ځای له ترکیې، ایران او ځینو نورو هیوادونو سره د اړیکو د رغولو هڅې کولې چې تر ډېره پکې بریالی هم شوه او همدا لامل و، چې له لوېدیځوالو سره یې اړیکې خرابې شوې، لوېدځوالو او په ځانګړی ډول امریکا یې په وړاندې د دسیسو په جوړولو پیل وکړ.

دکتور محمد مرسی د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلی و، چې د مسلمانانو د مقدساتو پرضد ناوړه کمپاین ورته د منلو ورنه دی او ژمنه یې کړې وه چې هیچا ته به د اسلام د ستر پیغمبر او اسلامی مقدساتو ته د توهین اجازه ور نه کړی.

هغه دغه راز د لومړی عرب مشر په توګه یې په خپله وینا کې پر امریکا او لوېدیځوالو سختې نیوکې کړې وې او د ملګرو ملتونو له عمومی اسمبلۍ یې غوښتنه کړې وه، چې د فلسطین او سوریې قضیو ته د لومړیتوب په ورکولو سره دې خپل مسئولیت ترسره کړی.

مرسی ویلی و: “کله چې موږ په دې نړیوالې غونډې کې خبرې کوو،  باید دغه یوه پوښتنه، چې د ټولې نړۍ د اندېښنې وړ ده، ځواب کړو. هغه په سوریه کې د وینې تویېدنې او انسانی غمیزې پوښتنه ده. زموږ اصلی او اوله اندېښنه دا ده چې په سوریه کې باید د وینې تویېدل په عاجله توګه بند شی. د سوریې خلک د هر مصری زړه ته ورنږدې دی او هر مصری غواړی چې د سوریې خلک له آزادۍ برخمن شی ))

دغه راز ښاغلی مرسی فلسطینیانو ته هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د فلسطین خلک هم باید د خپلواکۍ مزه وڅکی او د یو ازاد او خپلواک هیواد په توګه په  نړۍ کې واوسی.

هرسی ټینګار دا و، چې نړۍ باید د فلسطین موضوع  هواره کړی او په دې برخه کې جدی ګامونه واخلی. په همدې هکله نوموړی د ملګرو ملتونو کلنۍ غوندې ته وینا کې په څرګندو ټکو وویل: “ډېره موده وشوه چې د فلسطین خلک د بشپړو حقوقو د درلودلو هڅې کوی او غواړی چې یو داسې خپلواک هیواد ولری، چې مرکز یې بیت المقدس وی، خو  له دې ټولو هڅو سره سره تراوسه پورې د فلسطین د خلکو هیلو ته نړیوال مشروعیت نه دی ورکړ شوی))

مرسی زیاته کړه: ” دا د شرم خبره ده چې آزاده نړۍ دا منی چې په نړیواله ټولنه کې یو لوری د یوه ملت حقونو ته غاړه نه ږدی))

د همدغه حق دریځ او موقف له امله د امریکا او نورې لوېدیځې نړۍ د یو سازش په نتیجه کې د ۲۰۱۳م کال د جولای په درېیمه نېټه د عبدالفتاح السیسی په مشرۍ مصری پوځ د محمد مرسی پر اسلامپال حکومت کودتا وکړه، د مرسی په ګډون یې حکومتی چارواکی او د اخوان المسلمین ګوند سلګونه مهم مشران او غړی ونیول او د پلازمینې قاهرې په “تحریر” میدان کې یې د مرسی پر ملاتړو لاریون کوونکو بریدونه وکړل، چې زرګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

له کودتا څو ورځې وروسته محمد مرسی او د اخوان المسلمین ګوند مهم مشران له زندان څخه محکمې ته راوړل شول، له زندان څخه د تېښتې او له حماس غورځنګ سره د اړیکو لرلو په تور ولسمشر محمد مرسی او ګڼو نورو اخوانی مشرانو ته د مرګ سزا واورول شوه، اخوان المسلمین ګوند منحل او د  یو ترهګریز سازمان په نامه  ونومول شو.

که څه هم یو کال وروسته د مصر سترې محکمې د ولسمشر محمد مرسی د مرګ سزا لغوه او د بیا محاکمې غوښتنه یې وکړه،خو نوموړی یوځل بیا محاکمې ته راوستل شو او په محکمه کې له ځانه د دفاع پرمهال بې هوشه شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ “رحمه الله”

له ډېرو ناندریو وروسته د السیسی په مشرۍ د مصر استبدادی ریژیم یې جسد په دې شرط کورنۍ ته وسپاره چې ډېر کسان به یې په جنازه کې ګډون نه کوی، محدود شمېر کسانو چې زیاتره یې د کورنۍ غړی وو، په جنازه کې برخه واخیسته او له وصیت سره سم یې جسد د اخوان المسلمین ګوند د بنسټګر او ستر داعی “امام حسن البناء” رحمه الله څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې

ممکن است شما دوست داشته باشید