د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر غنی د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت خپاره کړی پیغام کې ویلی، افغانان جګړه نه بلکې سوله او خوشحالی غواړی.
ولسمشر غنی په دغه پیغام کې ویلی، سوله د افغانانو اصلی غوښتنه ده او دوی له جګړې او شرارت څخه کرکه لری او افغان حکومت به هم ولس ته د سولې راوستلو هڅې ونه سپموی.
ولسمشر ټینګار کړی ، چې طالبان باید د افغانستان له اصیلو بچیانو وپوښتی، چې دوی څه غواړی: (( زموږ د خلکو ځواب به طبعاً همدا وی چې د ټولې نړۍ د خلکو په څېر موږ هم جګړه او تباهی نه غواړو.))
ولسمشر ویلی، تېرو تحمیلی جګړو د افغانستان زېربناوی او اساسات له منځه وړی دی خو اوس افغان حکومت د سولې لپاره اساسی او عملی ګامونه پورته کړی دی: (( موږ په نوی پړاو کې یوازې په ملی یووالی له تحمیلی جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شو.))
ولسمشر د کورونایی وضعیت د مهار لپاره هم یو وار بیا د حکومت په لازمو تدابیرو ټینګار کړی او ویلی یې دی لکه څنګه چې د جهاد په وخت کې افغانان په یو صف ولاړ وو، داسې د کورونا پر ضد هم یو شان مبارزه کې ولاړ دی.
د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا او د شوروی له ماتې سره سمون خوری چې ۲۸ کاله وړاندې د ۱۳۷۱ د ثور په اتمه مجاهدینو بری ترلاسه کړ، خو دغه ورځ وروسته بیا بیرته په یو خونړی کورنی جنګ بدله شوه.