روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

محمد اشرف غنی د پکتیا د ولایتی شورا د مرستیال وژنه وغندله

ولسمشر محمد اشرف غنی د پکتیا د ولایتی شورا د مرستیال وژنه په کلکو ټکو غندلې او اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې د نوموړی د وژنې عاملین تشخیص او د قانون منګولو ته وسپاری

ولسمشر محمد اشرف غنی د پکتیا د ولایتی شورا د مرستیال وژنه په کلکو ټکو غندلې او اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې د نوموړی د وژنې عاملین تشخیص او د قانون منګولو ته وسپاری. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی:جمهور رییس د دغه تروریستی برید د سخت غندلو پرمهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل: د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو مبارزه ادامه ولری.د اعلامیې په پای کې ولسمشر غنی د ایوب غروال له کورنۍ او دوستانو سره خواخوږی څرګنده کړې.د پکتیا د ولایتی شورا مرستیال ایوب غروال پرون سهار په ګردېز ښار کې پوهنتون پر لاره د نامعلومو وسله‌والو په برید کې شهید شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید