روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

محسن داوړ: د پاکستان زندانونه او سختۍ مو اراده نه شی ماتولی

له زندانه ازاد شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ وایی، له پخو حوصلو او نوی هوډ سره یو ځل بیا د خپلو خلکو د حقه حقونو د غوښتنې ډګر ته داخلېږی او تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکړی چې پر پښتنو روان ظلمونه ختم شوی نه وی.

دی همدا راز وایی، د ده او علی وزیر نیول کېدل د پاکستان د ظالمانه سیاست څرګندونه کوی.

هغه زیاته کړې، پاکستان د دوی په نیولو سره وښوده چې نړیوالو بشری قوانینو ته هېڅ درناوی نه لری او د هغو کسانو پر نیول کېدو او ربړونې لاس پورې کوی چې سوله ییز فعالیتونه کوی.

محسن داوړ او علی وزیر وړمه شپه له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، د پښتنو د حقونو په مبارزه کې که د سر قربانی هم ترېنه وغوښتل شی نو دوی به ترې ډډه ونکړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی په تېره مې میاشت کې د وزیرستان خړ کمر سیمه کې له پاکستانی پوځیانو سره د تر ولسی اخ و ډب وروسته ونیول شول. څو ورځې وړاندې د پېښور استیناف محکمې د بنو څانګې امر کړی و چې علی وزیر او محسن داوړ دې د ضمانت په بدل کې ازاد شی. نه یوازې پښتنو، بلکې د بشرد حقونو نړیوالې محکمی هم د دوی د خوشی کېدو او د پاکستان د ظلم دختمېدو خبرداری ورکړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید