روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مجاهد : په رسمیت پېژندنه کې خنډ زموږ سیاست نه، بلکې د امریکا بې پروایی ده

افغان حکومت وایی : د رسمیت پېژندلو په لاره کې یې له ټولو ستر خنډ امریکا ده. د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په مرکه کې ویلی، چې د رسمیت پېژندلو په لاره کې خنډ د دوی سیاستونه نه، بلکې د امریکا بې پروایی ده. ده زیاته کړې، امریکا نه په خپله د رسمیت پېژندلو لپاره ګام اوچتوی او نه هم بل چا ته اجازه ورکوی،چې په دغه برخه کې اقدام وکړی. مجاهد زیاته کړې،چې دوی د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړی او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده ،چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژنی. ښاغلی مجاهد ټینګار کړی،چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالی شوی او د ولس ملاتړ له ځان سره لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید