روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مجاهد: افغانستان به د چا لپاره پر ګواښ بدل نه شی

د روسیې او تاجکستان له امنیتی اندېښنو وروسته د افغانستان اسلامی امارت یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې افغانستان به د چا لپاره پر ګواښ بدل نه شی او له ټولو سره ښه تعامل غواړی.  د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایی: (( اول خو اسلامی امارت هېچاته هم ګواښ نه دی. موږ بار بار ډاډ ورکړی او بیا هم ډاډ ورکوو،چې له افغانستانه چاته اجازه نه ورکوو،چې ګاونډیو هیوادونو  یا بل کوم هیواد ته ګواښ پېښ کړی.موږ په دې برخه کې جدی یو او ورته ژمن یو. بله موضوع دا ده،که ځینې هیوادونه په افغانستان کې د نظام  جوړونې او ترتیب په اړه وړاندیزونه لری، که دا دوستانه وی او د مشورې په بڼه وی،موږ واورېدل او غور پرې کوو. خو غوښتنه مو دا ده،چې د افغانستان په داخل کې افغانان ښه پوهېږی،چې چاته د ګډون اجازه ورکړی او څرنګه نظام جوړ کړی او په څه ترتیب دې نظام ولری. دا د افغانانو موضوع ده، ښه به دا وی،چې داخل ته یې پرېږدی. ښه ده،چې موږ افغانان یې په اړه پرېکړه ونیسو.)) روسیه،چې اوس مهال له اوکراین سره په جګړه کې ښکېله ده، له افغانستانه یې هم  وېره  پیدا شوې ده. له ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو هم غوښتنه داده،چې د افغان حکومت مخالفین په افغانستان کې د جګړې لپاره طرحو جوړولو ته پرې نه ږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید