د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
متقی د اروپایی ټولنې استازی ته :د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شی
افغان حکومت وایی له افغان خاورې هېچا ته ګواښونه نه جوړېږی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسون سره کتلی دی. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر روان وضعیت خبرې کړې دی.نیکلاسون ویلی چې دوی له افغانستان سره خپل ملاتړ او دلته له اړمنو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوی او تمه لری چې د افغانستان نوی حکومت هم خپلو ژمنو ته متعهد پاتې شی. امیر خان متقی هم په دې لیدنه کې ویلی چې دوی په افغانستان کې د دایمی امنیت او ثبات لپاره کار کوی او په خبره یې له افغان خاورې له ژمنې سره سم هېڅ هېواد ته ګواښ او خطر نه شی جوړېدلی.
ده ویلی چې د حکومت په موده کې یې د امنیت او نورو مسایلو په څېر ښې لاس ته راوړنې لرلې دی او تمه لری چې د دایمی ثبات لپاره لا کوټلی ګامونه اوچت کړی.