د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په پروان کې د بګرام هوایی اډې او یو روغتون مخې ته د طالبانو موټر بم بریدونه غندلی دی. دغو بریدونو او نښتې ۸۰ تنه ژوبل او دوه کسان ووژل، چې چارواکو ټول ملکیان بللی او طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا خبریالانو ته ویلی، د بګرام پر نظامی اډه وروستی تروریستی برید په کلکو ټکو غندی: (( په دې برید کې څو ایتلافی ځواکونه او عام خلک هم ژوبل شوی او دا برید پلان شوی و.)) د ګرجستان د دفاع وزارت هم ومنله چې د بګرام په برید کې یې پنځه ځانګړی سرتېری ژوبل شوی دی. په همدې حال کې ارګ هم د بګرام پېښه غندلې او ویلی یې دی که طالبان دغسې بریدونو ته دوام ورکوی افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه هم د خپلو خلکو خوندی ساتلو ته چمتو دی. طالبان دا برید له هغې وروسته کوی او مسوولیت یې پر غاړه اخلی چې امریکا ویلی: له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د مخته تللو لومړنی شرط اوربند او د تاوتریخوالی راکمول دی.