د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان ا.ا د مالیې وزارت وایی، چې ډېر ژر به د ټولو دولتی کارکوونکو د معاشونو ورکړې بهیر پیل شی. د یاد وزارت مسوولینو ویلی چې تر راتلونکو دوو ورځو به د دولتی کارکوونکو د معاشونو د ورکړې پروسه پیل او دا بهیر به خپل عادی حالت ته راوګرځی. یاد وزارت زیاته کړې ده چې تر دې وروسته د دولتی کارکوونکو د هرې میاشتې معاش د هماغې میاشتې تر شلمې نېټې وروسته ورکول کیږی. د یادونې ده چې واک د ا.ا تر رسېدو وروسته د دولتی کارکوونکو معاشونه د میاشتو په تېرېدو نه ورکول کېدل چې مالیې وزارت یې د معاشونو د ورکړی بهیر کې د ځنډ لامل ځینی تخنیکی ستونزې بللې.