روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مالیې وزارت د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر پیل کړی

د مالیې وزارت مسئولینو پرون د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر د پیلېدو خبر ورکړ. په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوی رئیس احمد ولی حقمل وویل چې د افغانستان په لویو ښارونو، کلیو او بانډو کې ډېر داسې موټر ګرځی راګرځی چې د امنیتی او جنایی پېښو د رامنځته کېدو او د مالیې وزارت له عوایدو د تېښتې لامل کېږی.حقمل زیاته کړه چې د امنیت د ټینګښت، د ملی عوایدو د لوړولو، د خلکو د اقتصادی او ټولنیزو ستونزو کمولو او د ښه نظم د راوړلو په موخه، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د بې اسناده موټرو د قانونی کولو لپاره طرحه برابره کړې چې د افغانستان اسلامی امارت د اقتصادی کمېسیون له لوری تصویب شوه.د ده د څرګندونو له مخې؛ په دې طرحه کې د افغانستان د خلکو اقتصادی وضعیت او د موټرو په محصول کې تخفیف په پام کې نیول شوی،چې هېوادوال وکولای شی خپلو موټرو ته اسناد واخلی.په همدې حال کې، د مالیې وزارت د ګمرکونو د پلان، پالیسۍ او څارنې رئیس عبدالرحمن وقاد، د یادې طرحې پر تخنیکی موضوعاتو خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغې طرحې له مخې، په هېواد کې د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر پرون په رسمی ډول پیل شو او تر شپږو میاشتو پورې دوام کوی.د وقاد د معلوماتو له مخې؛د ((افغانستان لاس)) هغه بې اسناده موټر چې له ۱۹۹۰-۲۰۰۰کاله پورې وی؛ په بیو کې ۶۰ سلنه، له ۲۰۰۱-۲۰۰۹کاله پورې ۵۰ سلنه او له ۲۰۱۰-۲۰۱۲کاله پورې ۲۵ سلنه تخفیف ورکړل شوی دی. له۲۰۱۲ پورته موټرو ته تخفیف نشته او ټول محصول ورکول کېږی.دغه راز، هغه زغره وال موټر چې له ۲۰۰۰-۲۰۰۷ کاله پورې وی په بیو کې ۲۵ سلنه، له۲۰۰۸-۲۰۱۵کاله پورې ۱۵ سلنه تخفیف ورکړل شوی او له۲۰۱۶-۲۰۲۲کاله پورې په بیو کې تخفیف نشته او ټول محصول ورکول کېږی. په دې طرحه کې ویل شوی چې بې اسناده لارۍ او مسافر وړونکی بسونه له قانون سره سم محصولېږی او دوی لپاره په بیو او کلونو کې خاص قید نشته، خو هغه موټر چې په سرحدونو کې دی؛ مالکان یې مکلف دی چې د یوې میاشتې په بهیر کې د خپلو موټرو محصول او ګمرکی پړاوونه بشپړ کړی. دغه راز هغه موټر چې په کلیو کې ګرځی راګرځی، مالکانو ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی،چې خپل موټر محصول او ګمرکی پړاوونه یې بشپړ کړی، له دې پرته ورسره قانونی چلند کېږی.د یادونې وړ ده چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره بې اسناده موټر شته چې د قانونی اسنادو د پړاوونو بشپړولو بهیر یې تازه پیل شوی او د تطبیق وړ دی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید