روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مارک میلی: د نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ د جګړې خطر جدی دی

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلی اعتراف کړی ، چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې ګواښ ورځ تر بلې جدی کېږی. ټاس اژانس راپور ورکړی ،چې جنرال مارک میلی دا څرګندونې د وسټ پوینټ په پوهنتون کې د نویو پوځیانو یوې فراغت غونډې ته په خبرو کې کړې دی. ده ویلی، چې امریکا اوس له دوو سترو قدرتونو سره مخ ده، چې یو یې روسیه او بل چین دی. میلی زیاته کړې ،چې دواړه هېوادونه له پرمختللو نظامی وړتیاوو برخمن دی او دواړه هڅه کوی، چې نړیوال نظم ګډوډ کړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید