روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

م، م :  کاندیدان دې د ټاکنو پایلې ومنی او نړیوال دې د افغانستان له نوی حکومت سره مرستې روانې وساتی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی پر ولسمشریزو کاندیدانو او د هغوى پر پلویانو غږ کړى، چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کار ته پرېږدی او د ټاکنو اعلامېدونکې پایلې ومنی.تدامیچې یماموتو دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وینا کې کړې دی.

ښاغلی یماموتو وویل، د راتلونکی افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر همغږول وی، چې مشری به یې پخپله افغانان کوی.هغه هیله وښوده، چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې په نږدې راتلونکې کې روښانه شی.ده غوښتنه وکړه چې ټاکنیز بنسټونه خپل کار او ټاکنیز بهیر بشپړولو ته پرېښودل شی او کاندیدان دې پایلې ومنی:(( زه پر ټولو خواوو غږ کوم چې ټاکنیز بنسټونه پرېږدی او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو په ګډون خپل ټول مسوولیتونه سر ته ورسوی. کله چې شکایتونه د قانون پربنسټ وڅېړل شی، نو کاندیدان او د هغوى ملاتړی هڅوم چې پایلې یې ومنی.))

ښاغلی یماماتو وویل، د راتلونکی حکومت لپاره مهمې مسئلې سوله، پرمختیایی چارې، د بې وزلۍ کمول، بشری حقونه او حساب کتاب کول دی.د هغه په وینا، نړیواله ټولنه هیله لری چې په دې برخه کې له راتلونکی حکومت سره ګډ کار وکړی.نوموړی د امنیت شورا غونډې ته وویل، د ټاکنو پایله چې هرڅه وی، وی به، خو سوله راتلونکی حکومت ته تر هرڅه مهمه ده.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی ماموریت (یوناما) استازی تادامیچې یاماموتو په نړیوالو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان له راتلونکې ادارې سره دې هم مرستې روانې وساتی‌ چې له ۲۰۱۵څخه د ۲۰۲۴ د اقتصادی پرمختګ، سولې او نورو برخو کې پلان شوی پروګرامونه بشپړ شی.وړمه ورځ دوشنبې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښاغلی یاماموتو، په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې عایشې خرم او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازې عادلې راز د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.تادامیچې د خبرو په پیل کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په ډېر وضاحت معلومات وکړل.تدامیچې وویل چې هغوى په دغې پروسې کې ستونزې منی او ویې ویل چې ځینو کاندیدانو د دغې پروسې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې خو هیله یې وښوده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلام شی.تدامیجی په افغانستان کې د سولې خبرو کې د برلاسۍ لپاره د طالبانو بریدونو کې زیاتوالى ډېر خواشینوونکى وباله.هغه وویل چې د افغانستان حکومت غواړی د سولې پروسه باید یواځې افغانستان پورې تړلې نه وی، ګاونډی هېوادونه یې په اړه یوه خوله وی او په دې برخه کې یوه سیمه ییزه اجماع هم رامنځ ته شی.تدامیجی د خپلو خبرو په پاى کې یادونه وکړه چې افغانستان بهرنیو مرستو ته ضرورت لری او باید له نوې ادارې سره هم مالی مرسته وشی.په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو په استازیتوب، عایشې خرم هم د افغانستان په روانې جګړې کې د بېګناه ملکی خلکو د وژل کېدو ځپه اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او په هېواد کې یې د بېلابېلو پېښو مثالونه ورکړل.آغلې خرم وویل چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې ډول ډول وسلې ازمویل شوې، خو هېڅ یو یې ونشو کړى چې د افغانستان کشالې ته د پاى ټکی کیږدی.هغې په دغې جګړه کې د افغان ځوانانو او ماشومانو د قربانیو په اړه خبرې وکړې او له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان جګړې لپاره یوه سوله ییزه لاره ولټوی.په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازې عادلې راز د خپلو خبرو په پیل کې د یوناما له مشرتابه څخه د افغانستان سره د هر اړخیزه مرستو لپاره مننه وکړه.هغې په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو د استازې په توګه د آغلې عایشې خرم راتګ د افغانستان د حکومت غټه لاسته راوړنه وبلله او هغه یې د نوی افغانستان یوه ژوندۍ بیلګه وګڼله.آغلې راز په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د دولت له خوا د بېلابېلو قوانینو او مسودو یادونه وکړه او هغه یې د هېواد په خپلو پښو درېدلو پر لور غټ ګامونه وبلل.همداراز یې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر غنی د ګامونو په اړه د امنیت شورا ته معلومات ورکړل او په دې اړه یې د نړیوالو هېوادونو له ملاتړه مننه وکړه.آغلې راز په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د موجودیت یادونه وکړه خو طالبان یې ګرم وبلل چې د دغه وضعیت د راوستلو او ددغو ډلو راتګ ته یې لاره پرانیستې ده.هغې د خپلو خبرو په پاى کې وویل چې اوس د ټولو هغو هڅو د زیاتولو وخت راغلى چې په تېرو څو کلونو کې مو د اقتصادی پرمختګ، سولې او ګڼو نورو برخو کې کړی دی.په ملګرو ملتونو کې داسې مهال د افغانستان د امنیتی‌ وضعیت په اړه راپور وړندې کړاى شوى چې په دغه هېواد کې روان کال د ملکی تلفاتو له پلوه یو خونړى کال بلل شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید