روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لړمۍیو ډول حساسیت دی

لړمۍ د پوستکی یوه عامه ناروغی ده، په افغانستان او پاکستان کې به داسې څوک نه وی ،چې په خپل ژوند کې پرې یو ځل نه وی اخته شوی.

علتونه: په ماشومانو کې د دې ناروغۍ لامل د خېټې جنجی دی.

په لویانو کې د وینې خرابی، د ځینو کسانو د خوړو ګرد، له سړې هوا او ځینو نورو څیزونو سره د حساسیت درلودل او کله کله دځینو نامعلومو عواملو له کبله هم پیدا کېږی.

نښې_نښانې:  پر بدن د وړو وړو دانو په بڼه لکه د جوارو دانې راخېږی. ډېر سخت خارښت کوی او سوځی، کله د بدن په یوې برخې او کله پر ټول بدن راخېږی، کله کله یو له بل سره لرې واقع وی او کله کله د انګورو د وږې په بڼه ګڼې او له یو بل سره نښتې وی لړمې له ۲ څخه تر ۶ ساعتونو پورې دوام کوی او بیا په خپله ورکېږی، لږه شېبه وروسته بیا راپیداکېږی. کله کله تر درو ورځو ان ځو ورځو پورې دوام کوی او تبه هم ورسره وی.

درملنه: د دې ناروغۍ لپاره Tab. Inj. Avil یا Inj. Tab. Tovagyl یا انټی هسټامین درمل (ګولۍ) ډېر ګټور دی. د ماشومانو لپاره په کم مقدار او  لویانو ته یوه پیچکاری یا د ورځې ۳ ګولۍ ورکړئ. د پرله پسې لړمیو لپاره ناروغ ته Inj. Calcium candoz په اوونۍ کې دوه ځلې د ورید له لارې ورو ورو ولګوئ له پینځو شپږو پیچکاریو سره ناروغ رغېږی. کومه لړمې چې یو ناڅاپه او له دوا سره د حساسیت له امله پیدا سی نو ناروغ ته یې فوری Inj. Adrenalin د جلد لاندې ورو ورو ولګوئ له سره ورته Inj. Decadron هم پیچکاری کړئ.

احتیاط: ناروغ چې له کوم څیز سره حساسیت لری له هغه دې ځان په کلکه وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید