روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لویه جرګه د تاریخ، حقوقو، قانون او ټولنپوهنې په رڼا کې

استاد حبىب الله رفىع

پنځمه او وروستۍ برخه

او له همدې نىمګړتىا څخه انګرېزانو ګټه واخىسته، له سردار عبدالرحمن خان سره ىې اړىکې ټىنګې کړې او له پټ تړون وروسته ىې ده ته د (۱۸۸۰) کال په جولاى کې د پر تخت کښېناستلو بلنه ورکړه.  ده ظاهراً د جهاد اعلانونه نشر کړل او د مجاهدىنو له لارې حکومت ته ورسېد، انګرېزان هم جسما له افغانستان څخه ووتل، خو په غىر مستقىم  ډول عبدالرحمن خان د دوى د تحت الحماىه پاچاه په توګه پاتې شو.

د مجاهدىنو دې ارتباطی جرګو ىوځل بىا د افغانستان  آزادی تامىن کړه او دا جرګه هم د کمىت او کىفىت له اړخه لوىه او مهمه وه او دا چې وروستۍ نتېجه ىې دښمنانو  وتروړله لوى علت ىې دا و، چې د افغانستان خلک له خارجی ښکېلاک سره ژوره دښمنی لری، خو له کورنی استبداد سره بىا غىر ملی او استبدادی حکومتونو روږدی کړی دی.

د سراجی دورې جرګه

۹-د بېطرفۍ لوىه جرګه:

د ۱۹۱۳ م کال په اګست کې نړیوال عمومی جنګ ونښت، په دې جنګ کې انګرېزانو د افغانستان  له تحت الحماىه حکومت څخه توقع در لوده، چې افغانستان د انګرېز په ملاتړ په جنګ کې برخه واخلی او که نه نو بېطرفه پاتې شی، د افغانستان روشنفکرانو  او په آزادۍ مىن ولس اراده  درلوده، چې د انګرېزانو له جنګی مصروفىت نه په استفادې کولو سره له انګرېزانو  سره وجنګیږی او له تحت الحماىګۍ نه ځان خلاص کړی، کابل ته راغلی د جرمنىانو او ترکانو هىئت له افغانستان نه غوښتنه کوله، چې د دوى ملاتړ وشی او د انګرېز په وړاندې په جرګه کې برخه واخلی او له دوى سره به په دې برخه کې هر ډول مرسته کېږی (۷۱) خو امىرحبىب الله خان د موضوع  د بارىکۍ له امله منځنۍ لاره خوښه کړه او د افغانستان بشپړه بې طرفی ىې اعلان کړه او انګرېزانو ته ىې په جګړه کې د نه شاملېدو ډاډ ورکړ. محمود طرزی په سراج الاخبار کې د «حى على الفلاح» وىښوونکې مقاله چاپ کړه، خو د انګرېزانو له خوا په مطبعه کې سانسور او له نشر څخه پاتې شوه.(۷۲)

پاچا په ۱۹۱۵ م کال د خپلې بې طرفۍ د تاىىد له پاره د افغانستان مشهور مشاىخ لکه: د اسلام پور پاچا (مىرصاحب جان) د موسهی اخونزاده (ملامحمد جان) د  تګاو ملا صاحب، د هډې اخونزاده، د بړو مىا صاحب، د حصارک مىا صاحب، شمس الحق صاحب، د شور بازار حضرات، حافظ جى صاحب، ملا محمد مرىد، ملا عبدالغفار اخونزاده او نور کابل ته را وغوښتل. د دغو مشاىخو او نورو ولسی وکىلانو په شمول ىوه لوىه جرګه د امىر په وړاندې جوړه  شوه  او د ملت د اتفاق او د دولت د بېطرفۍ د سىاست ملاتړ ىې وکړ.(۷۳)

په دې لوىه جرګه کې که څه هم ظاهراً انګرېزان د افغانانو له ګوزار نه خلاص شول، خو افغانستان هم له تباهۍ او د نړىوال جنګ په ډګر له ګرځېدو څخه بچ او د نړىوالې سوځوونکې جګړې له لمبو څخه وژغورل شو.

د امانی دورې لوىې جرګې

۱۰- د «اتحاد مشرقی» لوىه جرګه:

د ۱۹۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د ازادۍ غوښتونکو ىوې ډلې د افغانستان تحت الحماىه پاچاه امىر حبىب الله خان د ىوې کودتا په ترڅ کې وواژه او له دې وروسته د ده زوى امان الله خان د افغانستان بشپړه خپلواکی اعلان کړه او د افغان او انګرېز درىم جنګ ونښت، په جنګ کې انګرېرانو سخته او شرمېدلې ماته وخوړه او د متارکې وړاندىز ىې وکړ. د افغانستان حکومت متارکه ومنله، خو انګرېزانو ىو ځل بىا غوښتل، چې نظامی ماته په سىاسی ډګر کې جبىره کړی او هغه څه چې په جنګ کې ىې له لاسه ورکړی وو په سوله کې ىې ترلاسه کړی، د راولپنډۍ د سولې په غونډه کې ىې د افغانی هىئت مشر والی علی احمد خان وغولاوه او ىوه مغلوبانه صلح نامه ىې پرې لاسلىک کړه، خو بىا هم دولت نور اقدامات وکړل او د ۱۹۱۹ م کال په اګست کې انګرېزانو زموږ بشپړه آزادی ومنله (۷۴) له دې سره هم داسې ګنګوسې لا خورې وې، چې انګرېزان به ىو ځل بىا پر افغانستان وسله وال تېرى وکړی، د داسې ىوه تېری د مقابلې له پاره د مشرقی تنظىمه ریىس محمد نادر خان د (اتحاد مشرقی ) په نامه ىوه لوىه جرګه راوبلله. جرګه په ننګرهار کې  د هډې دملا صاحب د زىارت ترڅنګ را غونډه شوه، په دې غونډه کې د مشرقی( داوسنی لغمان، کونړ او ننګرهار د ولاىتونو) د بېلابېلو قومونو سپىن ږېری، عالمان، سادات،مشاىخ او نور مخور سره را غونډ کړاى شول او د خپلواکۍ د ساتنې او د وطن د دفاع او آبادۍ په برخه کې ىې مهمې پرېکړې وکړې، دوى غوښتل، چې انګرېزان دې  د افغانستان آزادی د زړه له کومی ومنی او که نه نو د سرحد ټول اقوام او قباىل د جهاد له پاره چمتو او آماده دی او د افغانستان ازادی به په خپلو وىنو وساتی.

په همدې غونډه کې د هر قوم مشرانو د پاک قرآن په حاشىه کې ژمنه لىک کړه، د هرقوم ذمه وارۍ ىې وټاکلې، د جهاد مشرانو او علمبردار ته ىوه ىوه ښه تومانچه ورکړ شوه او پر نورو سوغاتونو سربېره هر قوم ته د جهاد ىو ىو علم شرىف هم ورکړ شو، چې د جهاد اىتونه پکې لىکل شوی وو. (۷۵)

د همدې تارىخی غونډې په افتخار  په مشرقی کې د «اتحاد مشرقی» په نامه ىو اخبار د ۱۹۲۰ کال د فیرورۍ په ۲۸ مه نېټه په خپرونو پىل وکړ(۷۶)

دا لوىه جرګه د ازادۍ ساتلو له پاره شوې وه، د کمىت له پلوه لوىه وه، د کىفىت له پلوه سره له دې، چې د ټول هېواد  د مشرانو جرګه نه وه، خو اغېزه ىې عمومی او کىفىت ىې لوړ و او انګرېزان ىې مجبور کړل، چې د هندوستان په مشورې کې له افغانی هىئت سره د موضوع د هر اړخىز حل له پاره خبرو ته چمتو شی.

۱۱- د اساسی قانون لوىه جرګه:

د افغانستان د خپلواکۍ او په څنګ کې ىې د مشروطه او قانونی حکومت د ټىنګېدلو له پاره منظمه روشنفکری مبارزه له پخوا نه پىل شوې وه  او د مشروطىت غورځنګ، چې په ۱۹۰۵ کال کې په منظم ډول را منځ ته شوى و(۷۷) د وخت د تحت الحماىه پاچا له خوا په بېرحمۍ وکوټل شو، خو غلى نه شو او نور هم غښتلى شو، څو ىې په نتېجه کې پاچا را نسکور او د ازادۍ جهاد پىل شو.

د دې« اساسی نظامنامې» د منلو او تصوىب له پاره د ۱۹۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د ملت د مشرانو لوىه جرګه را وغوښتله شوه، چې ۸۷۲ نماىنده ګانو برخه پکې درلوده او د افغانستان لومړنى اساسی قانون ىې تصوىب کړ.(۷۸)

دې قانون ۷۳ مادې درلودې، چې زموږ د هېواد سىاسی او اجتماعی بڼه، د خلکو حقوق، اداری تشکىلات او اساسات ىې ټاکلی وو. دې قانون خلکو ته د فکر د ازادۍ، د کار د ازادۍ، د خبرو  د ازادۍ او د کور او حىثىت او مصئونىت وعده  ورکړې وه او د قانون حکومت پکې اعلان شوى و.(۷۹)

د دې لوىې جرګې کمىت او کىفىت دواړه لوړوو  او د اساسی قانون په تصوىب سره ىې افغانستان ته د قانونی ودې او پراختىا زمىنه برابره کړه او هم د دې جرګې له جوړېدو  لږ وخت وړاندې د۱۹۲۱ کال په اګست کې د دولت شورى جوړه شوې وه، چې د هېواد مخور، عالمان، سادات او مشاىخ پکې را غونډ وو، د قوانىنو مسودې به ىې جوړولې او د ارګ په شمالی برج کې ىې ځاى ورته ټاکلى و.(۸۰)

۱۲- د پغمان لوىه جرګه:

دا لوىه جرګه د ۱۹۲۴ کال په جولاى کې په پغمان کې جوړه شوه او د دولت خارجی تړونونه، روابط، کورنی قوانىن او مساىل ىې تر غور لاندې ونىول، خو په حقىقت کې دا لوىه جرګه د منګلو د سر اخیستنې په باب وه (۸۱) او کوم اعتراضونه، چې دوى په قوانىنو در لودل د هغو ترمىم وشو. (۸۲) په دې لوىه جرګه کې ټول ۱۰۵۲ تنه را غونډ شوی وو، چې ۲۳۱  تنه ىې د دولت وتلی مامورىن او پاتې ىې د بېلابېلو  ولاىاتو خانان، سىدان، عالمان، شىخان او ټاکلی وکىلان وو.

د جرګې مشری د وخت د پاچاه په غاړه وه او د هېواد پر ټولو داخلی او خارجی چارو مفصل بحثونه او پرېکړې پکې وشوې (۸۳) دا جرګه د کمىت په لحاظ هم لوىه وه او د اهمىت په لحاظ هم، ځکه لومړى ځل و، چې د  ولس له نماىنده ګانو سره دولتی اسرار تر بحث لاندې ونىول شول او حتى دوى پرې وپوهول شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید