روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له یو شمېر خبریالانو سره، د ژورنالېستانو له صندوق څخه مرسته وشوه

دافغانستان له ژورنالېستانو سره دمالی ملاتړ دصندوق دمرستو په لړکې بیا هم  دبېلابېلو رسنیو له ۱۲  خبریالانو  سره نغدی مرسته وشوه .  دمرستو دوېش په غونډه کې د راه فردا راډیو ټلوېزیون  خبریال محمد تقی ،  دفرانسپرس خبریال شامری ، دپروان دکهکشان راډیو خبریال  روکی اود فرحت راډیو خبریال عنایت الله دڅېړنې کمېټې په واسطه دغوښتوونکیو دسندونوله څېړنې وروسته دخپلو ناروغیو دکچې له مخې له صندوق څخه نغدی مرسته ترلاسه کړه .  دیادونې وړ ده چې دغه مرستې  له ژورنالېستانو سره دمالی ملاتړله صندوق  سره دهېواد دجمهور رییس محمد اشرف غنی له شخصی مرستې شوې دی . دیادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم دراه فردا ټلوېزیون  دخبریال شهید  حسین علی له وارثانو او دلوګر په ولایت کې دباخترآژانس دمدیر محمد زاهد سلطانی  ،دخورشید ټلوېزیون دخبریال اسد الله اخلاص ،  دآریانا نیوز ټلوېزیون د خبریال حکمت  الله نوری ،  دژورنالېستانو له شورا څخه د محمد سیر سادات ، دنور ټلوېزیون دخبریال رفیع الله حکیمی  ،دلغمان دملی راډیو دخبریال حفیظ الله محمدی اودآریانا نیوزو دخبریال احمد هارون  سعد په ګډون له ۷  ناروغو ژورنالېستانو سره دمالی ملاتړ دصندوق له لوری نغدی مرستې شوې دی .         باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید