روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له کندهاره د وچو مېوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د کندهار د ممیزو په صادراتو کې ۱۶ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی. د وچې مېوې سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسئولین وایی: تېر کال د انځیرو، آبجوشو او نورو وچو مېوو تر څنګ ممیز هم په زیاته اندازه صادر شوی دی. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقی بینا وایی ،چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کندهاره د ۸۰ میلیونه ۵۲۱ زره ۴۳۶ ډالرو په ارزښت ۲۷ زره ۶۶۴ ټنه ممیز هند، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوی وو. د ده په خبره، د صادراتو دغه کچه بیا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ډېره لوړه وه ځکه په بهرنیو هېوادونو کې د وچې مېوې تقاضا زیاته وه او د مېوې کیفیت هم ښه وو. ده وویل: په تېر کال کې له کندهاره د ۹۶ میلیونه ۴۱۶ زره ۴۰۹ ډالرو په ارزښت ممیز صادر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید