روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له کاپی رایټ سره  د ملاتړ د بورډ مسوده  تایید شو

له کاپی رایټ سره دملاتړ دبورد دکمېټې په درې یمه غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعیین فاضل سانچارکی  په مشرۍ جوړه شوه له کاپی رایټ سره دملاتړ دبورد دکړنلارې  مسوده تایید شوه .

په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معیین خبرې وکړې او ویې ویل ددې  کمېټې په لومړى غونډه کې چې په نوی هجری لمریز کال کې جوړه شوه  له کاپی رایټ سره دملاتړ  دبورډ دکړنلارې  مسوده تایید شوه چې دبورډ غړی په دې کړنلارې  سره وکولاى شی دمولف ، مصنف ، هنرمند او د څیړونکې دحقوقی ستونزو په حل کولو  لاس پورې کړی .  په دې غونډه کې دبورډ غړو له کاپی رایټ سره دملاتړ دبورډ دکړنلارې  دبډاینې اوپیاوړتیا په اړوند  خپلې نظریې  او وړاندیزونه طرحه کړل .

په پاى کې له کاپی رایټ سره دملاتړ دبورډ دکړنلارې  مسوده په  درى  فصلونو او  ١۴ مادو کې دتایید وړ وګرځېد دغه کړنلاره  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې له توشېح وروسته عملی کېږی .             باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید