روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له چینه ایران ته را قاچاق شوی کېمیاوی مواد نیول شوی

 

 

هغه کېمیاوی مواد چې د نېشه یی موادو په جوړېدو کې کارول کېږی په پرله پسې ډول له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته رالېږل کېږی.د هرات ولایت پولیسو پرون شنبې د اسلام کلا په ګمرک کې په لویه اندازه کېمیاوی مواد نیولی چې له چین څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته قاچاق کېدل.

د هرات ولایت له نېشهیې موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرتزاده ویلی چې دا د اسیډ اندراید «Acid Android» په نوم تېزاب وو چې د نېشهیی موادو په پروسس او جوړېدو کې کارېدل او ارزښت یې څو میلیونو ډالرو ته رسېږی.

ښاغلى نصرت زاده وایی، په پام کې وه چې دا تېزاب د هیروئینو او کرسټالو د تولید لپاره د فراه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ ته انتقال  شی: (( دا په لویه اندازه کېمیاوی مواد دی چې زموږ تر څارنې لاندې د اسلام کلا په ګمرک کې ونیول شول. تر څارنې لاندې موټر چې څلوېښت فوټه لوړ کاټینر پهکې بار او غوښتل یې چې د پاکوونکو مایع موادو په نوم افغانستان ته قاچاق کړی، د تلاشۍ پرمهال ونیول شو او له دې کانټینره د اسید اندراید «Acid Android» په نوم ۳۵۰ ډبې تېزاب ترلاسه شول.)) د ملګرو ملتونو ادارې د وروستۍ سروې پر اساس  د نړۍ ډېره برخه کوکنار په افغانستان کې کرل کېږی، خو د افغانستان دولت وایی چې د نېشهیی موادو د پروسس او تولید لپاره ټول کېمیاوی مواد له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کېږی. په تېرو درېیو میاشتو کې افغان ځواکونو وکولاى شول چې ۴۰ ټنه هغه کېمیاوی مواد ونیسی چې له ایرانه افغانستان ته قاچاق کېدل. د افغانستان له نېشهیی موادو سره د مبارزې وزارت وایی چې په افغانستان کې کوکنار یوازې کرل کېږی، خو هغه کېمیاوی مواد چې د نېشهیی موادو په جوړولو کې کارځینې اخېستل کېږی، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېږی.  ګاونډی هېوادونه د کېمیاوی موادو په قاچاقو کې د لاس لرلو ترڅنګ
 د نېشهیی موادو د تولید د
 ډېروالی سبب هم ګرځېدلی چې د سیمهییزې ستراتېژۍ په نوې طرحه کې دې موضوع ته جدی پاملرنه شوې ده. د دې طرحې پر اساس به ګاونډی هېوادونه مکلف وی چې افغانستان ته د کېمیاوی موادو د قاچاقو مخه ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید