روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له چابهار سره د رېل پټلۍ نښلول ستر بدلون رامنځ ته کوی

د افغانستان او ایران ترمنځ د چا بهار بندر په هکله په ایران کې د سوداګرۍ برخې چارواکو تازه څرګندونې کړې او ویلی یې دی که چېری له دې بندر سره د هرت خواب رېل پتلۍ و نښلول شی، نو په سیمه ستر بدلون او تحول رامنځ ته کولای شید ایران د سوداګرۍ چارواکو په خبره چابهار بندر په خورا  چټکۍ سره وده کوی او راتلوونکی کې به د اقتصاد په برخه کې لویه پانګه وی د دې ایرانی چارواکو په خبره د لارو جوړېدو او  نورو امکاناتو په برابرېدو سره په دې بندر کې سوداګریز فعالیتونه زیات شوی، ځکه نو یې دې بندر ته وده ورکړېایرانی چارواکو ویلی، له افغانستان سره د صادراتو او ټرانزېټ برخه لاهم زیاتی آسانتیاوی رامنځ ته کېږی ایرانی چارواکی  په داسې حال کې دا څرګندونې کوی ، چې څه مو ده وړاندې له دې هېواد سره د ټرانزېټ ډېرېدو خبر هم ورکړل شوی وو.راپورونه وایی، چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکی د ایران له لارې منځنۍ آسیا ته ټرانزېټ کړی، چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوید افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزېټی توکو کچې زیاتوالی موندلی.ایرانی چارواکی وایی ،چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ټرانزېټ کړی، چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیی.دا راپور پر داسې مهال خپریږی ،چې موده وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د راکړې ورکړی او ټرانزېټ د کمښت یادونه شوې وه او ویلی شوی وو، چې ۶۰سلنه دا سوداګری  کمه شوې

ممکن است شما دوست داشته باشید