د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
استاذ حامد افغان
علی رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: یا رسول الله! که داسې کار راپېښ شو چې هغه کې د شرعت له خوا د کولو او نه کولو څه نه یی، یعنی په اړه یې شریعت چوپ پاتې یی؛ نو ته موږ ته څه امر کوې چې څه وکړو؟ هغه وفرمایل: له دینداره او نېکو پوهانو سره مشوره وکړئ او په خاص رایه مه ځئ.
عن علی رضی الله عنه قال: قلت یا رسول الله إن نزل بنا أمر لیس فیه بیان أمر ولا نهی، فما تأمرنا؟ قال: شاوروا الفقهاء والعابدین ولا تمضوا فیه خاصه. رواه الطبرانی فی الأوسط والهیثمی فی مجمع الزوائد ۱۷۸/ ۱۰٫ وکنز العمال ۴۱۸۸، وقال عنه حسن صحیح
علامه السیوطی رحمه الله لیکی: د حدیث مطلب دا دی چې که له داسې کار او پېښو سره مخامخ شئ نو په دې باره کې د دینداره پوهانو او مسلمانانو شورا جوړه کړئ، او پرېکړی یې هغې شوری ته وسپارئ. او په محدودو رایو عمل مه کوئ. الدر المنثور للسیوطی ۶۶۱/۸
زموږ هیواد کې د پوهانو او مشرانو پیلیدونکې غونډه د دې حدیث ښه تمثیل کیدلی شی، د ااا مشران دې د زړه له کومې مهم او خاص موضوعات ورته وسپاری په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو اهمه موضوع او داراز نور مهم موضوعات، په دې توګه به د ااا مشرانو هم د (ولا تمضوا فیه خاصه) له مسؤلیته غاړه خلاصه کړې یی او د دومره سترې غونډې پرېکړی به هر چا ته د منلو وړ یی. کاش د غونډې کوم برخه وال کس دا مهم روایت په جرأت او وضاحت سره غونډه کې بیان کړی. او د لیکنې د لایک، شیر او کاپی ثواب مه هیروئ.