روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له ټاپی پروژې هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره عواید او ۵۰۰ میلیونه مکعب متره ګاز ترلاسه کولی شو

د ټاپی د ګازو پروژې په پیلېدو سره به په زرهاوو وزګاروهېوادوالو ته د هرات،فراه،نیمروز،هلمند او کندهار د نللیکې په اوږدو کې د کار زمینه برابره شی.د پخوانی نظام په نسکورېدو سره د افغانستان اسلامی امارت، د ټاپی پروژې کار،چې درېدلی و.له نېکه مرغه،چې د پیل کېدو لپاره یې د مسئولینوهلې ځلې روانې دی.د ټاپی د ګازونللیکې په اوږدو کې ډېرې مځکې پرتې دی،چې تراوسه استملاک شوی نه دی. ترکمنستانی لوری له افغان لوری غوښتلی، چې دغه مځکې دې ژر استملاک او د ټاپی پروژې کاردې پیل شی.د ټاپی نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلو متره دی،چې د احصائیې له مخې ۸۱۴ کیلو متره د افغانستان په خاوره کې او پاتې برخه یې د پاکستان او هند په خاورو کې غځول کېږی. د دغې پروژې لګښت ۲۲ میلیارډ او ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.د یادې پروژې تړون ۹ کاله وړاندې د ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند د دولتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شو او ټاکل شوې وه،چې ددغې پروژې کار به تر۲۰۱۹ زېږدیز کال پورې بشپړشی،خو په افغانستان کې د جګړې او ناامنیو له امله پلې نه شوه او کاریې ودرېد.د یادې پروژې په بشپړېدو سره به هرکال افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړی، چې د لومړیو لسو کلونو په موده کې به پنځه سوه میلیونه مکعب متره ګاز، په دویمو لسوکلونو کې به یو میلیارډ مکعب متره ګاز او همدارنګه په درېیمو لسو کلونوکې به یو نیم میلیارډه مکعب متره ګاز ترلاسه کړی اوهر کال به ۳۳ میلیارډ مکعب متره ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شی.د یادې پروژې خبرې ۲۵ کاله وړاندې د افغانستان د وخت د اسلامی امارت د کانونو او صنایعو وزارت او د ترکمنستان لوری ترمنځ په عشق آباد کې ترسره شوې،خو د سیاسی کارپوهانو په اند ټاپی پروژه په سیمه کې د روسیې او امریکا تر منځ د سیالۍ له امله پلې نه شوه او راتلونکو حکومتونو ته پاتې شوه،چې هغوی هم په دې کار کې پاتې راغلل.ترکمنستان د تېلو او ګازو د زېرمو له پلوه په نړۍ کې یو بډای هېواد دی. له کله نه،چې له پخوانی شوروی اتحاد څخه په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې بېل او خپلواک شو په دې لټه کې شو،چې خپل ګاز سویلی آسیا ته ولېږدوی، هماغه و،چې د ټاپی پروژې د پلې کولو لپاره یې د هغه وخت د اسلامی امارت له مسئولینو سره خبرې پیل کړې، خو پروژه عملی نه شوه.اوس، چې امریکا له سیمې وتلې او اسلامی امارت واک ته رسېدلی د امریکا له لوری اندېښنه نه شته، خو یوه اندېښنه شته،چې هغه د ایران او ترکمنستان ترمنځ په سیمه کې د ګازو د پلورلو سیالی ده. هند او پاکستان ارزانه او ډاډمنه لاره د ګازو د ترلاسه کولو لپاره غواړی،چې هغه د افغانستان لاره ده. اوس د اسلامی امارت په منځ ته راتلو سره سوله اوثبات ښه شوی، په تېره بیا د ټاپی پروژې په اوږدوکې، خو سره له دې بیا هم اسلامی امارت دنده لری،چې د ټاپی پروژې په عملی کېدو سره غښتلی او مسلکی ځواکونه د امنیت د خوندی کولو لپاره وګوماری،ځکه دښمن نه غواړی،چې د ټاپی پروژه پلې شی او هره شېبه غواړی چې په دې لاره کې ځنډ او خنډ منځ ته راشی.د افغانستان د اسلامی امارت اقتصادی تګلاره ښه، ډاډمنه او د فساد پرضد ده. همدغه لامل دی،چې د نورو پروژو ترځنګ به دغه پروژه هم که خدای کول بریالۍ شی. د ترکمنستان او ایران ترمنځ د ګازو د صادرولو سیالی روانه ده،خو هر هېواد دا حق لری،چې خپل تېل او ګاز پریو چا او له ځانګړو لارو وپلوری.ایران هم د تېلو او ګازو له پلوه بډای هېواد دی، که غواړی خپل ګاز پر هند او پاکستان وپلوری په آزاده سیالۍ کې دې ګډون وکړی،چې د بریالیتوب پرمهال به د ګازو د پېرلو امتیاز ترلاسه کړی.داچې ټاپی پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوی، ایران ته هېڅ ستونزه نه پېښېږی.افغانستان ته د ټاپی پروژې د اجرائیه رئیس راتلو او له افغان لوری سره یې خبرې کولو په نړیوالو مطبوعاتو  کې ښه انعکاس کړی،خو ایرانی کار پوهانو د غبرګون ښودلو په ترڅ کې دا خبره هم کړې،چې هر هېواد دا حق لری،چې خپل ګاز پر چا او له کومو لارو وپلوری.د اسلامی امارت په منځ ته راتلو او له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره زموږ پر هېواد ډېر اقتصادی بندیزونه ولګول شول او ورسره لوږه، وزګارتیا او بهرته مهاجرتونه هم ډېر شول.د ټاپی او نورو ورته پروژو په پلی کېدو سره به د لوږې او بېوزلۍ کچه هم راټیټه کړای شی او ورسره به بهرته د ناقانونه مهاجرتونو مخه ونیول شی.

اوس زموږ ډېر ځوانان وزګار ګرځی، چې له دغو کسانو یو شمېر یې په تخنیکی منځنیو او عالی موسسو کې خپلې زده کړې بشپړې کړی دی او ځینوته یې د کار زمینه مساعده شوې،چې دا یو ګټور اقدام دی. ټاپی ستره پروژه ده کېدای شی په دغې پروژه کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شی، چې وشی کولی خپلې ټولنې او کورنیو ته خدمت وکړی، نو اړینه ده،چې د اسلامی امارت چارواکی د ټاپی پروژې د نللیکې د فعالولوکار چټک کړی،چې دغه ستره اقتصادی او سوداګریزه پروژه ژرترژره پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی. نوری

 

ممکن است شما دوست داشته باشید