روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له ولسی ملاتړه برخمن د تېره شل کلنه  سپېڅلې او برحقه مبارزه 

ابوالیاس جهادوال

افغانستان دا ځل بیا په خپله غېږ کې یوه بله امپراتوری خښه کړه؛ داسې مغروره امپراتوری چې پر ټوله نړۍ یې د واکمنۍ ادعا لرله. په دغه یرغل کې امریکا کابو نیمه نړۍ د ځان ملګرې کړه، چې ۴۸ هېوادونه په مستقیم ډول ورسره همکار وو او له پنځوسو زیاتو هېوادونو په استخباراتی برخه کې ورسره ملتیا کوله. افغانان په دغې جګړه کې داسې مهال ښکېل شول چې مقابل لوری یې د ۲۱ مې پېړۍ په تر ټولو مجهزو او عصری وسایلو سمبال و، چې د دوی تجهیزات او تسلیحات ورسره د محاسبې وړ نه‌وو. هغه مهال ډېرو خلکو د مجاهدینو دغه جګړه  جنون او سرتمبه‌ګی  بلله.

امریکا او ملګری یې په لومړیو کې په دې وتوانېدل، چې د اسلامی امارت واکمنی ړنګه او خپل لاسپوڅی پر افغانستان مسلط کړی. هغه مهال د متحدوایالتونو د وخت ولسمشر ( جورج ډبلیو بوش) دغه جګړه ګټلې اعلان کړه او طالبان یې د تاریخ برخه وبلل، خو د اسلامی امارت په قیادت افغان مجاهدین نه یوازې دا چې له دغه وضعیت څخه ناهیلی نه‌شول، بلکې په « وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ کانَ زَهُوقاً » باندې په پوره باور سره یې د هېواد ګوټ ـ ګوټ کې د ښکېلاکګرو په وړاندې خپل چریکی بریدونه پیل کړل، چې د بې شمېره قربانیو په ترڅ کې یې په تدریجی ډول لومړی له کلیواو بانډو او بالاخره د تېر کال د زمری په ۲۴ مه یې له ټول هېواد څخه د اشغال ټغر راټول کړ.

د دغې نابرابرې او نامتوازنې جګړې په بریا کې د ولس ملاتړ  رغنده رول درلود، سره له دې چې د وخت واکمنانو له مجاهدینو سره پر مرستو بندیز لګولی و او له هغوی سره هر ډول ملاتړ د سر په بیه تمامیده ،خو مجاهد ولس هېڅکله هم د دغو بندیزونو پروا ونه‌ساتله او تر پایه د خپلو مجاهدینو تر څنګ ودرید، چې دلته یې د ملاتړ او همکارۍ له څو بېلګو څخه یادونه کوو:
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د یوې کونډې مېرمنې کیسه ده ،چې تل به یې له مجاهدینو ګیله کوله چې ولې یې نه میلمانه کېږی ، خو مجاهدینو به انکار ځکه کاوه، چې نارینه سرپرست نه‌لری. بالاخره دغه ټینګار لامل شو، چې یوه شپه مجاهدین ورسره مېلمانه شی.

کونډې مېرمنې له مجاهدینو وغوښتل چې آرام وکړی او پر ځای به یې دا پیره کوی. کله چې دغه مبارزه کونډه ګوری چې سیمې ته بهرنی یرغلګر راځی ، نو د دې لپاره چې مجاهدین وارخطاء نه‌شی، مشر مجاهد له خوبه راپاڅوی او په آرامه لهجه ورته وایی ))

مه وارخطا کېږئ بچیه، امریکایان راغلی ورشئ په دا سر سر یې وولئ))

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یو مجاهد کیسه کوی ،چې له څو ورځو محاصرې او ستړیاوو وروسته مو وغوښتل یو کور ته لاړ شو ،چې آرام وکړو او که کومه ګوله ډوډۍ وخورو. کله مو چې د کور دروازه وټکوله او ځانونه مو مجاهدین ورته معرفی کړل، له مقابل لوری د ښځې غږ راغی او راته ویې ویل ((که خاوند مې نشته، زه یم)) حجرې ته یې بوتلو، په نیمه شپه کې یې ډوډۍ راتیاره کړه او رانه ویې غوښتل چې ارام وکړو او دا به پیره راباندې وکړی.

د بغلان په ډنډغوری او ډنډ شهاب‌الدین سیموکې به چې کله بهرنیو ځواکونو او د هغوی داخلی ملاتړو عملیات کول، نو ډېرو ملکی خلکو به د جګړو له ویرې خپل کورونه پرېښودل، نو دغسې وضعیت کې به مجاهدین د خوړو او تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ وو. د سیمې یو تن اوسېدونکی و ویل ،چې موږ ټول پلخمری ښار ته راغلو خو مور او پلار مې ځکه هلته پاتې شول، چې مور مې طالبانو ته ډوډۍ پخوی.

د ده په وینا: مور یې د طالبانو د ادې په نامه مشهوره ده او د کور پرېښودو په اړه یې چې څومره ټینګار ورباندې وکړ، ورته ویې ویل چې خپل بچیان ( مجاهدین) یوازې نه‌شی.پرېښودی.

وایی: د طالبانو ادې  که څه هم د ډېر عمر وه، د ورځې به یې دوه ـ درې منه اوړه لمدول او د مجاهدینو لپاره به یې ډوډۍ پخوله.

د بغلان یو بل مجاهد وایی: څو ورځې پرله پسې د زاړه بغلان په ځنګله سیمه کې محاصره وو، په لومړیو ورځو کې به د سیمې ښځینه‌وو ډوډۍ رارسوله خو حکومتی ځواکونو ورباندې بندیز ولګاوه. نو له هغه وروسته به خلکو ډوډۍ او نور د اړتیا وړ توکی په خپلو څارویو باندې تړل او دځنګله لور ته به یې راشړل څو په دې ډول دغه توکی موږ ته راورسېږی. د مجاهد په وینا په دغې څو ورځنۍ محاصره کې د کباب او سرو کړیو غوښو په شمول به داسې ډوډې ورته رسېده، چې هېڅ باور یې نه‌شوای کولای.

د تخار د شکمش ولسوالۍ یو مجاهد کیسه کوی (( موږ د واده په مراسمو کې وو، چې امریکایانو چاپه راباندې ووهله، د کور خاوند د ناوې کوټې ته بوتلو او تر پالند لاندې یې پټ کړو او وروسته یې ښځې بېرته کوټې ته را دننه کړی، چې ښایی یرغلګر په داسې وضعیت کې کوټه تالاشی نه‌کړی او په دې توګه له چاپې وژغورل شوو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید