روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له وسله والو سره د ایران د وسلو مرسته به جنګ سخت کړی

د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایی: له وسله والو طالبانو سره د ایران د وسلو مرسته په هېواد کې جګړه تېزوی.وروسته له هغې چې امریکا له وسله والو طالبانو سره د ایران مرسته شوې وسلې د ثبوت او شواهدو په توګه د واشنګټن په یوه پوځی اډه کې نندارې ته وړاندې کړې، د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون دا موضوع جدی بولی او وایی چې دا باید عادی ونه نیول شی.د یاد کمېسیون مرستیال محمد داود کلکانی وایی: ایران په افغانستان کې د امریکا د ګټو خلاف عمل کوی او د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د وسلو مرسته یې هم په همدې هدف ده.نوموړی پرون یکشنبه له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلی: افغان حکومت باید دا موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړی.ده وویل:(( دوى په یوه نه یوه ډول غواړی چې امریکایانو ته په افغانستان کې ستونزې جوړې کړی او په افغانستان کې د دغه هېواد ګټې زیانمنې کړی، ځکه که ایران له طالبانو سره مرسته وکړی، په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کوی، افغان دولت باید د نورو هېوادونو د مداخلې په اړه څېړنې وکړی.))دا په داسې حال کې ده چې د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی براین هوک تېره اوونۍ هغه وسلې نندارې ته وړاندې کړې چې ایران په یمن کې حوثی او په افغانستان کې طالب جنګیالیو ته ورکړې دی.دې موضوع په افغانستان کې هم نوې اندېښنې راپارولې دی.دا په داسې حال کې ده چې امریکا له دې وړاندې په ایران له ګڼو سوداګریزو بندیزونو سره سره د افغانستان او ایران تر منځ د چابهار بندر پرانیستى پرېښود.له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی: له طالبانو سره د ایران د سپکو او  درنو وسلو مرسته په جدی ډول څېړل کېږی.په ورته وخت کې د ولسی جرګې د دفاعی کمېسیون یو غړى خالد پښتون وایی: د افغانستان په لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د ایران مرسته روښانه موضوع ده چې هېڅ څوک پرې سترګې نه شی پټولاى.ښاغلى پښتون ټینګار کوی چې په دې اړه اصلاً څېړنو ته څه اړتیا نشته، بلکې حکومت باید د څېړنو پر ځاى د دغه کار د مخنیوی لپاره اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید