روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له هېواد د ځوانانو فرار زموږ ګټه که تاوان؟

فاتح افغان

له هېواد څخه د خلکو د فرار موضوع تقریباً نن سبا په هر مجلس کې ګرمه وی، ځینې ملګری په ډېر جسارت او بې باکۍ سره وایی: (( دا فاسقان، مفسدین او د کفارو غلامان دې خدای ټول وباسی، دوی له اسلامی نظام څخه تښتی))

راځئ په دې اړه د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د ژوند یوه وروستۍ توصیه ورپسې د فقهاوو رحمهم الله یوه تعلیل ته تم کېږو، بیا به فیصله وکړو، چې د ځوانانو خاصتاً د کدرونو فرار زموږ په ګټه دی که په تاوان؟ راځئ.

له زخمونو یې وینې روانې وې، طبیب ویل ټپونه یې د رغېدو نه دی، مرګ یې حتمی دی، خلکو د سترو خدمتونو او د شهادت د مرګ مبارکۍ ورکولې، هاخوا د کور له منځه د ویر او ساندو غږونه پورته کېدل.

په دې پوره باوری و ،چې نور یې د ژوند وروستۍ شیبې دی، نو ځکه یې خپل زوی ته سپارښتنه وکړه: ام المؤمنین ته ووایه چې عمر سلام وایه، داسې مه وایه چې امیر المؤمنین سلام وایه، ځکه زه نور امیر المؤمنین نه یم.

په دغو سختو شېبو او د مرګ په سکراتو کې امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د اسلامی نظام د راتلونکی غم اخیستی و، نوی ټاکل کېدونکی امیر ته یې یو څه توصیې وکړې چې یوه یې دا ده.

ژباړه: (او راتلونکی امیر ته) د الله تعالی د ذمې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذمې (اهل ذمه وو) په اړه توصیه کوم چې پر عهد ورسره وفاء وکړای شی، د هغوی په دفاع کې جګړه وکړای شی او له خپلې وسې پورته مکلف نه کړای شی . ((صحیح البخاری))

ابن حجر رحمه الله علیه د مهلب په حواله وایی : په دې حدیث کې پر عهد وفاء او په سمه توګه د چارو د عواقبو سنجولو ته هڅونه ده.

له دې حدیث څخه یې معلومولی شو، چې  امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه څومره د تصمیمونو او سیاستونو عواقب سنجول او له هغه کاره یې راتلونکی خلیفه ته د ځان ساتلو توصیه کوله چې ناوړه عواقب یې لرل.

هغه ټینګار کاوه، چې اهل الذمه باید په دار الاسلام کې د عزت او خوندیتوب احساس وکړی، پر وړاندې یې باید داسې مالی سیاست غوره نشی او نه دومره بوج پرې واچول شی ،چې د اسلامی هېواد پریښودو ته اړ شی.

د فقهې په کتابونو کې د فقهاوو رحمهم الله یوه تعلیل (لئلا یصیر حربا علینا) کې مې له ډېره وخته فکر بند دی، تقریباً په اتو مسائلو کې فقهاوو همدا علت ذکر کړی، چې دغه کارونه باید ونشی ځکه دښمن مو غښتلی کېږی، دښمنان مو زیاتېږی، یا په بل عبارت په خپلو لاسونو باید د دښمن تبر ته لاستی وانه چوو.

جزیې ډېرې دی، د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د پورتنی حدیث د وضاحت لپاره یوه را اخلو، فقهاوو تصریح کړې ، له کوم کافر سره چې د ذمې عقد وشی بیا حتی الوسع د دې عقد ماتولو ته پرې نه ښودل شی، ځکه پر موږ فرض دی،چې ذمی کافر له دې ایسار کړو چې حربا علینا (زموږ پرضد جګړه کوونکی) وګرځی، فقهاء حتی تصریح کوی ،چې که دی نه وی اولاد به یې حربا علینا وګرځی او مسلمانانو ته به سرخوږی جوړ کړی.

د اسلامی نظام تر سیوری لاندې که کوم ذمی کافر ژوند کوی، هرڅه به یې څارل کېږی او مسلمانان به یې له شر څخه په امان وی.

خو که همدغه ذمی کافر د مسلمانانو د ناسم چلند له امله له اسلامی نظام څخه لاړ شی ، نو جوته ده چې د مسلمانانو پرضد به وسله پورته کوی، پر مال، ځان او رایه د مسلمانانو پر خلاف سپما نه کوی، نو تر هغې دا ښه ده چې د مسلمانانو په هېواد کې د اسلامی نظام تر څارنې لاندې ژوند وکړی ،ترڅو یې مسلمانان له شر څخه خوندی وی.

د سیمې پر حالاتو نظر ساتونکو ته جوته ده، چې کوم افغان له افغانستان څخه وتلی ولو که اسلامی هېوادونو ته تللی، د اسلامی امارت پر ضد یې د دښمنۍ دریځ نیولی، په سیمه کې د دغو خلکو د تشویق لپاره بېلا بېلې رسنۍ او چینلونه جوړ شوی ،ترڅو یې د اسلامی نظام پر خلاف تبلېغاتی او روانی جګړې ته وهڅوی.

اوس نو په موږ پورې اړه لری ،ترڅو فکر وکړو چې ولې خپل راڅخه پردی کېږی؟ د کوم سلوک او چلند له امله خلک راڅخه واټن خپلوی؟ زموږ تصمیمونه څه عواقب لری؟ پر ځینو مستحباتو شدید ټینګار به اسلامی نظام پایدار او که د استحکام مزل به یې ټکنی کړی.؟

ممکن است شما دوست داشته باشید