روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت اړیکې ستراتېژیکی دی ))

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم مازدیګر د جینوا کنفرانس لپاره د فنلنډ ځانګړی له استازی یان تالاس سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ښاغلی یان تالاس د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس د چمتووالی په اړه چې د روان میلادی کال د نومبر له ۲۳ څخه تر ۲۴ نیټې پورې جوړېږی، جمهوررییس غنی ته معلومات ورکړل.د جینوا کنفرانس لپاره د فنلنډ ځانګړی استازی وویل: بین المللی ټولنې په دې کنفرانس کې د ګډون، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت څخه د ملاتړ او له افغانستان سره د راتلونکو څو کلونو لپاره د مالی او سیاسی تعهداتو د اعلام په موخه، خپل چمتووالی ښودلی دی.جمهوررییس غنی له افغانستان سره د نړیولې ټولنې د مالی او سیاسی مرستو مننه وکړه او وې ویل: له نړیوالې ټولنې سره زموږ اړیکې ستراتېژیکی دی او موخه یې د افغانستان هوساینه، پرځان بسیاینه، انکشاف او سوله ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید