روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکو د سولې پروسه زیانمنه کړې

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی: د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د طالبانو د مشرتابه لیده کاته د سولې پروسې ته زیان رسوی.په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره د طالبانو د مشرتانه پلاوی د مرستیال ملا عبدالغنی برادر لیده کاته ډېر شوی او دغې مسئلې د افغانستان د سولې عالی شورا اندېښمنه کړې ده. د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی: دغه لیده کاته نه یوازې دا چې د سولې له پروسې سره مرسته نه کوی، بلکې دغه پروسه پېچلې کولی شی.دی وایی:((کله چې طالبان د خلکو ارادې ته درناوی نه کوی او په خپل سر د نورو هېوادونو له چارواکو سره اړیکې ټینګوی، دا طبیعی ده، چې د سولې پروسه زیانمنوی، د خلکو له نظره کومې هڅې چې د خلکو له ارادې سره سمې نه وی، د منلو نه دی او د سولې پروسه پېچلې کوی.))ښاغلی اوچقون وویل: طالبان له یوې خوا د افغانانو وژل جاری ساتی او له بلې خوا له هېوادونو سره اړیکې پالی، د ده په خبره، دا کار د دغې ډلې امتیاز غوښتنه ښیی.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو په اعلامیه کې ویلی: د طالبانو د مشرتابه پلاوی مرستیال ملا عبدالغنی برادر د افغانستان لپاره د جرمنی له ځانګړی استازی مارکوس پوتزل سره لیدلی دی.

په اعلامیه کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې ویل شوی چې پوتزل او ملابرادر د سولې د احتمالی هوکړې پر بېلابېلو اړخونو او په دې تړاو یې د جرمنی پر هڅو خبرې کړی.دا دوهم ځل دی چې ملابرادر په قطر کې له پوتزل سره وینی.د دوی لومړۍ لیدنه د مې میاشې په لومړۍ نېټه په قطر کې شوې وه.ملا برادر مخکې له دې د اندونیزیا او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو ریتنو لیستاری مارسودی او عبدالعزیز کاملوف سره په جلا جلا توګه لیدلی او د افغانستان د سولې پر پروسه یې خبرې کړی دی.امریکایی پلاوی هم له طالبانو سره تراوسه شپږ دوره مذاکرات ترسره کړی چې اوس هم د سولې په هدف هوکړې ته نه دی رسېدلی.په ورته وخت کې اجرائیه ریاست هم په دې باور دی چې که دغه لیده کاته د سولې خبرې آسانه کړی، افغان حکومت یې ملاتړ کوی او که نه نو د افغان چارواکو په خبره، دغه لیده کاته د افغانستان او نړۍ په ګټه نه دی.د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وایی:((هر راز اړیکې چې له طالبانو سره نیول کېږی، که د سولې له پروسې سره مرسته وکړی او رښتینې وی، افغان دولت یې هرکلی کوی او که ترشا یې نور هدفونه پراته وی، بیا نو د افغانستان او نړۍ په ګټه نه دی.))د سیاسی چارو پوه احمد سعیدی وایی، دغه لیده کاته د طالبانو ډلې ته مشروعیت ورکوی.د ده په خبره، له هغې وروسته چې امریکا له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته کېناسته، ډېرو  هېوادونو د خپلو ګټو په خاطر له دغې ډلې سره د اړیکو جوړول پیل کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید