روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له غزې سره د نړیوالو د مرستو هڅې

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن وایی: دی به نړیواله ټولنه وهڅوی ،چې له غزې سره مرسته وکړی.په غزه کې تېره اوونۍ اوربند وشو او د اسرائیلو او فلسطینی وسله والو ترمنځ د ۱۱ ورځنۍ جګړې پرمهال اسراییلو د غزې پر تړانګې خونړۍ بمباری وکړه.د دې جګړو پر مهال تر دوه سوه پنځوس ډېر کسان ووژل شول، چې غوڅ اکثریت یې فلسطینیان وو.بلېنکن د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره پرون په بیت المقدس کې تر لیدو وروسته وویل ،چې واشنګټن به په غزه کې د ناوړه بشری وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړی، خو په ورته وخت کې به دا ډاډ ترلاسه کړی ،چې پر غزې واکمنه حماس ډله د بیارغاونې له مرستو ګټه ترلاسه نه کړی.

سیمې ته د بلېنکن د دې لنډ سفر پر مهال ټاکل شوې ، چې دی د فلسطینی ادارې له مشر محمود عباس سره د لویدیځې غاړې په رام الله کې وګوری او بیا مصر او اردن ته ولاړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید